طالبانو په سرپل کې د «نامشروع» اړیکو په تور ۲ کسان په دُرو وهلي دي

طالبانو د سرپل ولایت په الجهاد او ګوسفندي ولسوالیو کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د «نامشروع» اړیکو په تور په دُرو ووهل.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یادو کسانو څخه یو یې په دوه کاله تنفیذي بند او ۲۹ دُرو او بل یې په یو کال تنفیذي بند او ۲۵ دُرو محکوم شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د اپرېل میاشتې له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۵۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې یې څلور تنه نور د قتل په تور اعدام کړي دي.