جورج ګلزمن: طالبانو غوښتل په زور مې مسلمان کړي

جورج ګلزمن چې د طالبانو په زندان کې له دوه کاله زیات وخت تېرولو وروسته په مارچ میاشت کې خوشی شو، وایي، پر مسیحیت د باور او د اسلام نه منلو له امله شکنجه شوی دی. هغه ټینګار کړی، چې طالبانو په زندان کې له هغه سره وخت ناوخته سخت فزیکي چلند کړی.

جورج ګلزمن چې د روان کال په مارچ میاشت کې د طالبانو له زندان څخه ازاد شو، د دویم چینل تحقیقي خبریال مارک وین سره د خپل زندان د تجربو په اړه خبرې کړې دي.

هغه وویل چې له دوه کاله زیات وخت کې هغه هره ورځ د طالبانو له خوا له خپلې کاتولیکې عقیدې د اوښتلو لپاره له فشار سره مخ و. هغه ټینګار وکړ چې بار بار یې له دې غوښتنې ډډه کړې چې خپله عقیده د خلاصون په بدل کې نه بدلوي.

جورج ګلزمن وویل چې په دې موده کې، تقریباً هره ورځ د طالبانو له خوا پر هغه فشارونه وو چې مسلمان شي. د هغه په وینا، دغه فشارونه له وهلو نیولې د یخنۍ په موسم کې پر ده تر سړو اوبو پاشلو پورې وو.

هغه وویل: « هغوی به راتلل او هڅه یې کوله چې زه خپل دین بدل کړم. هغوی ویل که اسلام ومنم، دوی به ما په دوه ورځو کې خوشی کړي.»

ګلزمن په مرکه کې ټینګار وکړ چې دا ژمنې ښایي «دروغ» وې. هغه همدارنګه وویل چې طالبانو ده ته د خپلو باورونو له مخې د عبادت اجازه نه ورکوله.

هغه خپلو مسلمانو دوستانو ته وویل: « زه د هغوی ایمان ته درناوی لرم او هغوی زما د ایمان درناوی کوي. طالبان فکر کوي چې یوازې دوی اصلي مسلمانان دي».

جورج ګلزمن له خوشي کېدو وروسته د خپلو احساساتو په اړه وویل: « ما داسې احساس وکړ لکه ماشوم چې په یوه سوداګریز مرکز کې د خلکو ترمنځ ورک شوی وم، او ناڅاپه پلار پیداکوم او په غېږه کې مې نیسي او زه د امنیت احساس کوم».

هغه ټینګار وکړ چې خپل سفرونه به جاري ساتي، خو نور به داسې خطرناکو ځایونو لکه افغانستان ته، نه ځي.