د محمد محقق په مشرۍ د مقاومت شورا یو پلاوی ایران ته تللی دی
د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر او د دغې شورا د سیاسي کمیټې مشر محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا یو پلاوی د افغان کډوالو د روان وضعیت په تړاو د خبرو لپاره ایران ته تللی دی.
د دغې شورا لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه پلاوي کې د دغې شورا د سولې کمیټې مشر الماس زاهد، د جمعیت اسلامي ګوند استازی خواجه محبوب صدیقي، د ملي غورځنګ ګوند مرستیال عبدالله قرلق او د دعوت اسلامي ګوند استازی حبیب الرحمان سیاف هم شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د خبرو لپاره ایران ته تللي دي.
په خبرپاڼه کې له افغان کډوالو د ایران د اوږدمهاله کوربهتوب مننه شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه مذاکرات به وکړای شي چې د کډوالو د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران هره ورځ له دغه هېواده ګڼ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي.
له بل پلوه د ایران یوشمېر څېړونکو او مدني فعالانو هم د دغه هېواد ولسمشر ته د یوه لیک په استولو سره غوښتنه کړې، چې له دغه هېواده د دوه مېلیونه افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي.
د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان بیا ویلي، چې یوازې د دغه ولایت څخه په تېرو دولس میاشتو کې یې شاوخوا ۶۸۹ زره افغان کډوال چې له ناقانونه لارو ایران ته ننوتي وو؛ بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی و، چې یوازې د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې لږ تر لږه «دوه مېلیونه او ۲۰۰ زره افغان کډوال» له ایرانه اېستل شوي دي.
ایراني چارواکو دا هم ویلي، چې پلان لري د ۱۴۰۴ کال په لړ کې هم همدومره شمېر افغانان له خپلې خاورې وباسي.