د يمن په بریدونو کې ښکېله امريکايي اېف-۱۸ الوتکه سور سمندر ته غورځېدلې ده

د امريکا سمندري ځواکونو ویلي، چې د يمن په بریدونو کې ښکېله امريکايي اېف-۱۸ جنګي الوتکه سور سمندر ته غورځېدلې ده.

د امريکا سمندري ځواکونو ویلي، چې د يمن په بریدونو کې ښکېله امريکايي اېف-۱۸ جنګي الوتکه سور سمندر ته غورځېدلې ده.
د دوی د معلوماتو له مخې، د الوتکې د غورځېدو له امله د سمندري ځواکونو ځواکونو يو سرتېری ټپي شوی هم دی.
د امريکا سمندري ځواکونو همداراز ویلي، چې د دې الوتکې په غورځېدو سره ټول کسان له سمندر څخه ژغورل شوي دي.
متحده ایالاتو په یمن کې د حوثي ځواکونو پر ضد له تېرو شپږو اونیو راهیسې خپل هوايي بریدونه ډېر کړي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د پوځي اېتلاف په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو یا اېسډي اېف اړوند پنځه کُردي جنګیالي د سوریې په ختیځ کې د داعش وسلهوالې ډلې د برید په ترڅ کې وژل شوي دي. دا برید د سوریې د ختیځې جګړهځپلې برخې په دیرالزور سیمه کې شوی دی.
د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو ویاند فرهاد شامي د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۸مه) په خپله اېکسپاڼه کې د دغه برید د تایید ترڅنګ د یادو ځواکونو پر وړاندې په دې وروستیو کې یو خونړی برید بللی دی.
د هغه په وینا، دغه برید په سیمه کې د «داعش وسلهوالې ډلې د پټو جنګیالیو» لهخوا ترسره شوی دی.
بلخوا، الجزیرې د خپلو سیمهییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې برید په البصیره سیمه کې شوی او بریدګر د اېسډياېف جنګیالیو پر یوه موټر تر ډزو وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي.
داعش ډلې تر اوسه په رسمي توګه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو سیمهییزو او امنیتي چارواکو یې پړه پر دې ډلې اچولې ده.
د نوموړې خبري شبکې په راپور کې راغلي، چې داعش په ۲۰۱۹ کال کې د خپل خلافت له ماتې وروسته، د دیرالزور غونډې ناامنه سیمو کې چریکي فعالیتونو او خال خال بریدونو ته دوام ورکړی دی.
که له یوې خوا د امریکا په مشرۍ د نړۍوال اېتلاف په ملاتړ د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو هڅه دا ده، چې د داعش ډلې فعالیتونه وځپي، خو وروستي بریدونه ښيي چې داعش لا هم په دې سیمو کې یو دوامداره ګواښ دی.
الجزیره په خپل راپور کې زیاته کړې، چې داعش وسلهواله ډله هڅه کوي خپل نفوذ د پټو عملیاتو او هدفي بریدونو له لارې بېرته راژوندی کړي.
د کُردانو پوځي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د داعش ډلې پټ ځواکونه لاهم په ځینو کلیوالي او صحرايي سیمو کې فعالې دي او د سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) د دوشنبې په ورځ وویل، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په حسن خېلو سیمه کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷وسله واله وژلي دي.
د ای اېس پي ار په دغه اعلامیه کې راغلي، چې ځواکونو یې دغه عملیات تېره شپه د استخباراتي معلوماتو له مخې ترسره کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوې بله اعلامیه کې ویلي وو، چې د یکشنبې په شپه یې ۵۴ هغه وسله وال وژلي چې له ډيورنډ کرښې څخه بې د راوښتو هڅه کوله.
د پوځ د رسنیو څانګې ویلي، چې دغه وسله وال د "هندي بادارانو" په امر فعالیت کوي او په فعاله توګه په پاکستان کې دننه بریدونه پلانوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د نفوذي ضد عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو وسله والو شمېر ۷۱ تنو ته رسېدلی دی.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د امنيتي ځواکونو د برياليو عملياتو ستاينه کړې وه او دا يې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان د پرمختګ يو قوي ثبوت بللى و.

شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ لومړی ځل رسماً تایید کړه چې د خپل مشر کیم جونګ اون په امر یې ځواکونه روسیې ته د جګړې لپاره لېږلي دي، څو د روسیې له خوا بېرته نیول شویو سیمو کې مرسته وکړي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، شمالي کوریا زرګونه پوځیان، د لویې کچې مرمۍ او توغندي، د روسیې لویدیزې کورسک سیمې جګړې لپاره استولي. دې همکارۍ د دواړو منزوي شویو هېوادونو اړیکې لا نږدې کړې دي.
د شمالي کوریا حکومتي خبري اژانس (KCNA) د رپوټ له مخې، د کورسک د نیولو جګړه د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د «لوړې ستراتیژیکې ملګرتیا» نښه ده.
روسیې د شنبې په ورځ رسماً د شمالي کوریا د ځواکونو حضور تایید کړ او ویې ویل چې اوکرایني ځواکونه له خپل وروستي نیول شوي روسي کلي ایستل شوي دي. خو کیف دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې لا هم د روسیې په ځینو برخو کې عملیات کوي.
د دوشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا او د کیم جونګ اون شخصي ملاتړ ستاینه وکړه.
هغه وویل: «موږ به د هغو کوریايي اتلانو درناوی وکړو چې د روسیې لپاره او زموږ د ګډې ازادۍ لپاره یې خپل ژوند ورکړ».
د شمالي کوریا د کارګر ګوند مرکزي نظامي کمیسیون وویل چې کیم له روسیې سره د تېر کال د لاسلیک شویو ستراتیژیکو همکاریو جامع تړون له مخې د پوځ استولو پرېکړه وکړه.
کیم ویلي چې هغوی چې د عدالت لپاره جنګېدلي، ټول اتلان دي او د مور وطن ویاړ څرګندوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا استول ناقانونه بللي او غوښتنه یې کړې چې دا ملاتړ باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
د سویلي کوریا حکومت د شمالي کوریا دا تایید د جنایي عمل منل بللي او دا یې غیر انساني او غیراخلاقي پرېکړه ګڼلې چې خپل ځوانان د رژیم د ژغورلو لپاره جګړې ته لېږي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال رامین مظهر د «د افغانستان د کال خبریال» جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه د دوشنبې په ورځ، د غويي پر اتمه نېټه، په بروکسل کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال ورکړل شوه.
نوموړي دا جایزه «د طالبانو په زندانونو کې جنسي تېری او ځورونه» څیړنیز رپوټ له امله ترلاسه کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ، د غویي په اتمه نېټه، د پنځو هغو خبریالانو نومونه اعلان کړل چې «د کال خبریال» جایزه یې ترلاسه کړې ده.
پر رامین مظهر سربېره، نسرین سعیدي، عزیزالله وحدت، محمد یوسف منګل او احسان الله کریمي هم د دې جایزې ګټونکي دي.
د جایزې د د پلاوي د پرېکړې له مخې، د رامین مظهر تحقیقي رپوټ چې د طالبانو په زندانونو کې د جنسي تېري او ځورونې قضیې افشا کوي، د ۲۰۲۵ کال د پنځو غوره رپوټونو له ډلې غوره شوی دی.
دا رپوټ د هغو ښځو او نارینه وو د مرکو پر بنسټ جوړ شوی چې د طالبانو له خوا بنديان شوي وو. رپوټ ښيي چې طالبان د بندي شویو کسانو د اعتراف اخیستلو لپاره له جنسي ځورونې کار اخلي.
د توقیف ځایونه د څارنې په کمرو سمبال شوي او د طالبانو غړي د دغو جنسي تېریو صحنې په خپلو موبایلونو کې ثبتوي.
ریچارد بېنیټ، چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، د دغه تحقیقي رپوټ په غبرګون کې ویلي چې له دې مسالې خبر دی او په تړاو یې څېړنې روانې دي.
نسرین سعیدي، عزیزالله وحدت، محمد یوسف منګل او احسان الله کریمي هم د دې کال د خبریالانو د جایزې نور ګټونکي دي، چې هر یو یې د مهمو ژورنالېستيکي فعالیتونو له امله ونازول شول.
رامین مظهر، چې شاعر هم دی، د کابل پوهنتون د فارسي ژبې او ادبیاتو فارغ دی.
هغه له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د افغانستان انټرنشنل له پیله له دې رسنۍ سره کار کوي او اوس مهال د دې شبکې د تحقیقي رپوټونو په برخه کې کار کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هر کال د «د کال خبریال» جایزه ورکوي او سږ کال یې دوولسم ځل دی چې دا معتبره جایزه ور کوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د دوشنبې په ورځ وویل چې هند پرې هره شیبه یرغل کولای شي. خواجه اصف وايي، هېواد به یې یوازې هغه وخت اټومي وسلې وکاروي چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.
د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې په جمو او کشمیر کې د سیلانیانو پر یوې ډلې له مرګوني برید وروسته ترینګلې شوې دي.
په دغه برید کې ۲۶ کسان ووژل شول، چې د هند غوسه یې راوپاروله او د مسلمان اکثریت لرونکي پاکستان پر ضد یې د عمل غوښتنې زیاتې کړې.
هند تور لګوي چې پاکستان د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د یاغیانو ملاتړ کوي.
خواجه اصف رويټرز ته په اسلاماباد کې په خپل دفتر کې په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، « موږ خپل ځواکونه پیاوړي کړي دي ځکه دا وضعیت اوس حتمي ښکاري. نو، په داسې حالت کې باید ځینې ستراتیژیک تصمیمونه ونیول شي، چې نیول شوي دي».
اصف وویل چې د هند له لوري توندې خبرې روانې دي او د پاکستان پوځ حکومت ته د هند د احتمالي برید په اړه معلومات ورکړي دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.
هند د کشمیر د پهلګام له برید وروسته دوه مشکوک برید کوونکي پاکستانیان معرفي کړي دي.
پاکستان دا تورونه رد کړي او د یوې بې پرې څېړنې غوښتنه یې کړې.
اصف زیاته کړه چې پاکستان بشپړ چمتووالی نیولی او هېواد به یې یوازې هغه وخت خپلې اټومي وسلې وکاروي «چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.»
