د پاکستان د دفاع وزیر د انسټاګرام پاڼه وتړل شوه
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د انسټاګرام پاڼه وتړل شوه. نوموړي په خپل اېکس کې ادعا کړې ده، چې دغه پاڼه یې د هند په غوښتنه بنده شوې ده.
هغه د دوشنبې په ورځ (د غویي ۸مه) همداراز زیاته کړې: «دا زموږ د بیانیې رېښتنې لاسته راوړنه ده»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر نن خبرداری ورکړ چې هند پرې هره شېبه یرغل کولای شي.
خواجه اصف وویل، چې هېواد به یې یوازې هغه وخت اټومي وسلې وکاروي چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.
د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې په جمو او کشمیر کې د سیلانیانو پر یوې ډلې له مرګوني برید وروسته چې پکې ۲۶ کسان ووژل شول، ترینګلې شوې دي.