روسیه: د ټرانس-افغان اوګارډي پټلۍ له لارې به په مېلیونونو ټنه توکي ولېږدول شي
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ډینېس مانتوروف وايي چې د ټرانس-افغان اوګارډي پټلۍ له لارې روسیې د سوداګریزو توکو د لېږدولو حجم به په کال کې له ۸ څخه تر ۱۵ مېلیونه ټنو ته لوړ شي.
نوموړي په ازبکستان کې له یوه نندارتونه د لیدنې پرمهال وویل: «ډیری سوداګریز توکي به ښايي کیمیاوي سره، تیل او ګاز، د اوسپنې فلزات، سکاره او نور وي.»
افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۱ کال په فبروري کې د ۵۷۳ کیلومټره اورګاډي پټلۍ د جوړېدو لپاره یو تړون لاسلیک کړی چې په وچه کې ایساره مرکزي اسیا به د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره ونښلوي. ازبکستاني او روسي چارواکو ویلي چې د ټرانس-افغان اورګارډي پټلۍ به په ۲۰۲۶ کال کې بشپړه شي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د دوشنبې په ورځ له انټرفاکس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «د روسیې او ازبکستان د اورګاډي شرکتونو او د دواړو هېوادونو د ڼرانسپورټ ادارې د ټرانس-افغان اورګاډي د پروژې پر جوړېدو کار کوي. په دې پروژه کې د مزار شریف، هرات، دلارام او کندهار په ګډون د لوېدیځو لارو او د ترمز، نایباباد، لوګر او خیرلاچي په ګډون د ختیځو لارو لپاره د ارزونې برخه شامله ده.»
ازبکستان په ۲۰۲۳ کال کې ویلي و چې د دې پروژې د پليکېدو لپاره یې له څو هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي. د دې پروژې اصلي هېوادونه ازبکستان، افغانستان او پاکستان دي. د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې مسکو ته د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له سفر وروسته، روسیه هم په دې پروژه کې شامله شوې ده.
د یادونې ده چې د ټرانس-افغان اورګاډي پټلۍ موخه دا ده چې اروپايي ټولنه، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سوېل ختیځې اسیا هېوادونه له یو بل سره ونښلوي.
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت تر دې مخکې اټکل کړی و چې د دغې اورګاډي پټلۍ جوړول به لږترلږه پنځه کاله وخت ونیسي او شاوخوا ۴.۸ مېلیارد ډالر لګښت به پرې راشي.
ټاکل شوې چې د طالبانو په ګډون د اړوندو هېوادونو استازي او چارواکي به د روسیې د کازان په راتلونکې غونډه کې د دې مهمې سیمهییزې پروژې د پليکېدو په تړاو وغږېږي.