د سوېلي وزیرستان د واڼه بازار په چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

د سوېلي وزیرستان په واڼه بازار کې د ځایي امن کمېټې د مشر سیف الرحمان په دفتر بمي چاودنه شوې. د واڼه دولتي روغتون په یو خپور کړي نوملړ کې ليدل کېږي، چې د دغې پېښې له ځای څخه ورته ۷ جسدونه او ۱۶ ټپیان وروړل شوي دي.

ځایي پولیسو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې سیمې ته رسېدلي او د ویجاړ شوي دفتر له خاورو د جسدونو او ټپیانو په راویستلو بوخت دي.

پولیسو زیاته کړې:« تر دې دمه مو د څو کسانو جسدونه او ځیني ټپیان را اېستې او ښایي د چاودنې له امله د دغه دفتر تر ویجاړیو لاندې نور کسان هم بند پاتې وي.»

پولیس په دغه چاودنه کې د امن کمېټې د مشر سیف الرحمان د وژل کېدو او یا هم ټپي کېدو په اړه څه نه وایي.

لاتراوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

له بل پلوه تېر ماښام هم په دغه بازار کې د شمالي وزیرستان یو اوسېدونکی دلنواز د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو.

وژل شوي دلنواز په واڼه بازار کې د وريجو کاروبار کاوه.

دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د ۵۴ وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړی و.

د پوځ په وینا، دغو وسله‌والو غوښتل چې له ډېورنډ کرښې را واوړي او په پاکستان کې بریدونه وکړي.