طالبان: په شاقه کارونو د ماشومانو ګومارل قانوني سرغړونه ده

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې په درنو کارونو د ماشومانو ګومارل قانوني سرغړونه ده او اړونده کسان به تر قضایي څار لاندې راشي.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د ملا هبت الله له لوري امر شوی چې ماشومان باید په رسمي دندو په ځانګړې توګه په پوځي لیکو کې ونه ګومارل شي.

هغه ادعا کوي، چې د طالبانو په ادارو کې د ماشومانو د ګومارنې بېلګې نشته.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او ډېری یې هغه کسان دي، چې د کورنیو سرپرستي ور ترغاړې ده.

په کابل کې یتیم او بې سرپرسته ماشومان د لاس ګاډو تر څنګ په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.

د کابل ده سبز ولسوالي هم یو له هغو سیمو ده، چې ماشومان پکې له خپلو کورنیو سره یو ځای د خښتو بټیو کې پر درنو کارونو بوخت دي.

د بشري حقونو او د ماشومانو ملاتړ سازمانونو هم په دې تړاو اندېښنې ښوولې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د تړون له مخې ماشومان باید په داسې کارونو ونه ګومارل شي، چې د هغوی بدن، روزنې او ودې ته زیان رسوونکي وي.

تورخم ښارګوتی د هېواد په کچه یو له هغو ځایونو دی، چې سلګونه ماشومان پکې په درنو کارونو بوخت دي.

نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې پاکستاني چارواکو خبر ورکړی و، چې په تورخم کې یې نږدې سل تنه هغه ماشومان چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د قاچاقي توکو د لېږد رالېږد په درنو کارونو بوخت وو؛ تر نیول کېدو وروسته بېرته طالبانو ته سپارلي دي.

بې وزلي د افغان ماشومانو د درنو کارونو پر وړاندې یو تر ټولو جدي ننګوونه بلل کېږي او نیوکې دا دي، چې طالبانو په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه لوړه کړې ده چې له امله یې خلک له سختې بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ شوي دي.

د خوړو نړۍوال سازمان هم په افغانستان کې پر زیاتېدونکې لوږې اندېښنه ښوولې او وېره شته، چې د دغه ناورین تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان او ښځې دي.