د پښتون ژغورنې غورځنګ: په زندان کې د علي وزیر روغتیایي وضعیت ښه نه دی

په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمیټې غړي کامران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پاکستان په سند ایالت کې د زنداني شوي علي وزیر روغتیايي وضعیت ښه نه دی او د زندان دننه د هغه سمه درملنه هم نه کېږي.

د دغه غورځنګ یو بل غړي نعمت الله وزیر هم ویلي، علي وزیر د شکرې او پښتورګو ناروغي لري؛ خو د سکهر په زندان کې ورته د درملو د نه رسېدو له کبله د هغه روغتیایي وضعیت خراب شوی دی.

هغه وایي:« د زندان مسوولین له علي وزیر سره ناروا او ناوړه چلند کوي.».

د خېبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ پخوانی غړی میرکلام وزیر هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د یاد غړي پر روغتیایي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

د نوموړي په خبره، په زندان کې له علي وزیر سره کېدونکي ظالمانه چلند د هغه روغتیا ته زیان رسولی دی.

میرکلام وزیر زیاتوي:« د جمعې په ورځ د سند عدالت کې د علي وزیر مقدمه واورول شوه؛ خو د پولیسو بې غورۍ له امله یې نېټه د مې میاشتې لسمې ته وځنډېده.»

د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان هم د علي وزیر د انځور په خپرولو سره هغه ته د روغتیا دوعا کړې او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی، چې ژر تر ژره دې هغه له زندانه خوشې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد غړی نهه میاشتې دمخه د ۲۰۲۴ کال په درېیمه نېټه د اسلام اباد په پېمز روغتون کې له بېړنۍ څانګې څخه پولیسو ونیوه.

علي وزیر تر دې دمخه هم څو ځله د پاکستان حکومت له لوري نیول شوی دی.

هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخښکو غړو دی، چې په وار وار یې د پاکستان پوځ تورن کړی چې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ د ملاتړ تر څنګ ځوانان تري تم کوي.