ملګري ملتونه: ۷۰ سلنه افغان مېرمنې د بشري مرستو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور موندنې ښیي، چې تر ۷۰ سلنه ډېرې مېرمنې بشري مرستو د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

پرون یکشنبه (د غویي ۷مه نېټه) د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې یو راپور خپور کړی، چې له مخې یې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشرپاله مرستو وضعیت د جنسیت پر بنسټ څېړل شوی دی.

د راپور له مخې، په بشرپاله ادارو کې د بشري ځواک په توګه د ښځینه کارکوونکو کموالی او د طالبانو له‌خوا د ښځینه‌وو په تګ راتګ محدودیت د دغې ستونزې اصلي لاملونه دي.

په راپور کې راغلي، چې د ښځو په اړه د طالبانو سختې تګلارې، لکه د محرم سره د هغوی د تګ راتګ شرط او د حجاب د سختو قوانینو پلي کېدل په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون وړتیا ډېره محدوده کړې ده.

په راپور کې دا هم ویل شوي:« د نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو ادارو لپاره د ښځو پر کار کولو بندیز د روغتیا، زده‌کړو، تغذیې او خوندیتوب په ګډون اړینو خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی او د مناسبو او مساوي ټولنیزو غبرګونونو په جوړولو کې یې د ښځو رول کمزوری کړی دی.»

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په راپور کې راغلي، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز په هېواد کې د بې وزلۍ د دوام په مانا دی.

د دغه راپور له مخې، یوازې د ښوونځي د عمر ۴۳سلنه نجونې په زده‌کړو بوختې دي او د ۱۳ او ۱۷ کلونو ترمنځ نجونې ښوونځي ته نه ځي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کموالي، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی کم کړی او د مېندو روغتیايي وضعیت یې خراب کړی دی.

د راپور موندنې دا هم په ډاګه کوي، چې په ټولنيزو پرېکړو کې د ښځو د نه ګډون له امله افغان مېرمنې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تاوتريخوالي او د کم عمر ودونو له سختو ګواښونو سره مخ دي.

په همدې حال کې د ښځو په مشرۍ بنسټونه او ټولنې د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې جدي رول لوبولای شي؛ خو دغه بنسټونه د بودجې د نشتوالي له امله په دغه برخه کې پاتې راغلي دي.

دا راپور وړاندیز کوي، چې د دې وضعیت د کابو کولو لپاره باید په بشرپاله موسسو کې ښځینه کارکوونکې وګومارل شي او همدا راز د ښځو په مشرۍ موسسو څخه باید مالي ملاتړ وشي.