د روغتیا نړۍوال سازمان: تېر کال په افغانستان او پاکستان کې ۱۰۰ ماشومان ګوزڼ وهلي

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، که څه هم د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې ستر پرمختګونه شوي؛ خو بیا هم تېر ۲۰۲۴کال کې له ۱۰۰ زیات ماشومان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د وحشي وایرس له امله فلج شوي دي.

دغه څرګندونې د پولیو د لمنځه وړلو او د هغې د خپرېدو د مخنیوي اړوند د سیمې فرعي کمېټې په ۱۳مه غونډه کې وشوې، چې د روغتیا نړۍوال سازمان په کوربه‌توب د یکشنبې په ورځ انلاین ترسره شوه.

په دغې ناسته کې جګړې، بشردوستانه ناورینونه، ناامنۍ او اقلیمي بدلونونه د پولیو د له منځه وړلو پر وړاندې مهم خنډونه یاد شول.

د قطر د روغتیا وزیر منصور بن ابراهیم بن سعد المحمود وویل:« د ماشومانو پر روغتیا او هوساینې هر ډول ګواښ باید له منځه یوسو. د پولیو ناروغي د عامې روغتیا له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.»

د پولیو د لمنځه وړلو نړۍوال نووښټ ته د بودجې د کمښت له امله د واکسیناسیون او نورو مهمو روغتیایي خدمتونو پر وړاندې ستونزې راپورته شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د دغو ستونزو د حل لپاره یې بېړني اقدامات پیل کړي دي؛ څو د هغو هېوادونو فعالیتونه چې لا هم د پولیو ویروس پکې خپور دی، دوام ومومي.

په دغه غونډه کې د عراق، سعودي عربستان، فلسطین، عمان، پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او یمن د روغتیا وزیرانو یا د هغوی استازو ګډون کړی و.

دغه فرعي کمېټې همداراز یوه ګډه خبرپاڼه خپره کړې، چې پکې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د وحشي وایرس د خپرېدو د بندېدو غوښتنه شوې او له نړۍوالې ټولنې، مرسته کوونکو او د سیمې له هېوادونو وغوښتل شول، چې له دغو دواړو هېوادونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ څو د پولیو د ختمولو هڅې لا پیاوړې شي.