خیرالله خیرخواه: که هر څوک د خپل نفوذ د زیاتوالي کوښښ وکړي نظام خرابیږي
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزیر وايي که هر څوک د دې ډلې په حکومت کې د زیات نفوذ لرلو هڅه کوي او د قدرت سالارۍ مسایل رامنځته کېږي «د دوی نظام شړیږي او ولس هم په څو برخو وېشل کېږي.»
خیر الله خیرخواه وايي دا کار د د دې ډلې د حکومت د اصولو او د خلکو د ګټو خلاف د خرابېدو لامل کېږي.
ښاغلي خیرخواه د غويي اتمې د مجاهدینو د بریا ورځې په مناسبت غونډه کې وویل که څوک په دې فکر کې وي، چې زیات نفوذ او قدرت ولري باید مخه یې ونیول شي.
خیرالله خیرخوا په خپلو خبرو کې وویل:« که زه په خپله منطقه کې کوشش وکړم، چې خپل ځان ته نفوذ پیدا کړم او ډېر خلک ولرم او ځان پسې ډېر خلک کړم نو بیا د قدرت سالارۍ مسایل رامنځته کېږي نظام مو هم شړیږي او ولس هم مو هم په تفرقو وېشل کېږي.»
هغه په دې باور دی چې د دې ډلې د نظام خرابولو سبب به هم همدا وي.
خیرالله خیرخواه د دې خبرو پر دوام وايي:« که زه یم او که بل وي باید ورته ولیکل شي، چې دا د حکومت او د خلکو د ګټو په خلاف دي.»
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د وینا په یوه برخه کې له ټاکنو وروسته د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جنجال یادولو سره وویل: «د تفرقې نتجه مو ولیده، چې په کابل کې دوه کسانو د لوړې مراسم ترسره کړل. »
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په تېرو نژدې څلورو کالونو کې ملاهبت الله په دې هڅه کې دی ترڅو په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو پرځای خپل نژدې ملایان په دندو وګماري.
همدارنگه د ګمارنو او د واک پر سر د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د حقاني شبکې مشر او ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ترمنځ د اختلافاونه رپوټونه موجود دي.
د باخبره سرچینو په خبره ملاهبت الله په دې لټه کې دی، چې د سراج الدین حقاني واک کم کړي چې په دې برخه کې تر ډېره بریالی هم دی او سراج الدین حقاني د ملاهبت الله له ورته کړنو ناراضه دی.
دا هم ویل کېږي چې د ملاهبت الله په پرتله سراج الدین حقاني په سیاسي اړیکو او د خلکو په منځ کې له زیات نفوذ څخه برخمن دی او ملاهبت الله له دې اړخه اندېښنه لري.