پاکستاني امنیتي ادارو په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د شپې له خوا ګرځبندیز اعلان کړی

له وزیرستان څخه ځايي سرچینو تایید کړې چې د پاکستان د ځايي امنیتي ادارو له خوا پر عامو وګړو د شپې له خوا ګرځبندیز لګول شوی دی. افغانستان انټرنشنل - پښتو هغه شپه پاڼه تر لاسه کړي چې له مخې یې د شپې له خوا ګرځبندیز اعلان شوی.

په دغه شپه پاڼه کې له خلکو غوښتل شوي دي، چې که د ماخوستن له لمانځه وروسته بیرون ولیدل شي نو دوی به ترهګر وبلل شي.

په شپه پاڼه کې راغلي که چېرې څوک یاد هدایات عملي نه کړي نو د زیان مسوول به یې په خپله وي.