د هند او پاکستان پوځ بیا پر یو بل «ډزې کړې» چین د زغم غوښتنه کړې

هند وايي، کشمیر کې یې پر کنټرول کرښه د پاکستاني پوځ له څو پوستو «د سپکو وسلو ډزو ته ځواب ور کړی.» د هند پوځ په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي. په دا مهال د چین بهرنیو چارو وزارت له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې او هم یې د روان کړکېچ د کموالي لپاره د هڅو ملاتړ کړی دی.

د اپرېل پر ۲۲ د هند واکي کشمیر په پلګام کې د ۲۶ سیلانیانو تر وژل کېدو وروسته د نوي ډېلي او اسلام اباد ترمنځ بیا کړکېچ زیات شوی دی.

که څه هم بریدګر په تېښته بریالي شول، خو هند وايي، په دریو کې دوه بریدګر پاکستاني دي.

نوی ډېلی په دې برید کې پاکستان ښکېل بولي، خو اسلام اباد ورته تورونه ردوي او په دې برخه کې د بې پرې پلټنو غوښتنه کوي.

له دې پېښې وروسته هند د اباسین یا انډوس سیند تړون وځنډاوه او پاکستان هم له خپل اسمان د هندي شرکتونو د الوتکو تګ بند کړ.

تر دې پېښې درې ورځې وروسته هم کشمیر کې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوې وې، خو د تازه پېښې په هکله پاکستان د رویټرز پوښتنه نه ده ځواب کړې.

له بلې خوا د هند سیال او د پاکستان ملګري هېواد چین پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې له زغم کار واخلي او هم د هغو هڅو ملاتړ کړی چې د روان کړکېچ کمولو سره مرسته کوي.

د چین بهرنیو چرو وزیر وانګ يي له پاکستاني سیال اسحاق ډار سره ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې حالت له نږدې څاري او د بې پرې پلټنو ملاتړ کوي.

اسحاق ډار بیا ویلي چې پاکستان غواړي دا کړکېچ په مسوولانا ډول اداره کړي.