د سوریې په ختیځ کې د داعش وسله‌والو په برید کې ۵ کُردي جنګیالي ووژل شول

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د پوځي اېتلاف په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو یا اېس‌ډي اېف اړوند پنځه کُردي جنګیالي د سوریې په ختیځ کې د داعش وسله‌والې ډلې د برید په ترڅ کې وژل شوي دي. دا برید د سوریې د ختیځې جګړه‌ځپلې برخې په دیر‌الزور سیمه کې شوی دی.

د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو ویاند فرهاد شامي د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې د دغه برید د تایید ترڅنګ د یادو ځواکونو پر وړاندې په دې وروستیو کې یو خونړی برید بللی دی.

د هغه په ​​وینا، دغه برید په سیمه کې د «داعش وسله‌والې ډلې د پټو جنګیالیو» له‌خوا ترسره شوی دی.

بل‌خوا، الجزیرې د خپلو سیمه‌ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې برید په البصیره سیمه کې شوی او بریدګر د اېس‌ډي‌اېف جنګیالیو پر یوه موټر تر ډزو وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي.

داعش ډلې تر اوسه په رسمي توګه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو سیمه‌ییزو او امنیتي چارواکو یې پړه پر دې ډلې اچولې ده.

د نوموړې خبري شبکې په راپور کې راغلي، چې داعش په ۲۰۱۹ کال کې د خپل خلافت له ماتې وروسته، د دیر‌الزور غونډې ناامنه سیمو کې چریکي فعالیتونو او خال خال بریدونو ته دوام ورکړی دی.

که له یوې خوا د امریکا په مشرۍ د نړۍوال اېتلاف په ملاتړ د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو هڅه دا ده، چې د داعش ډلې فعالیتونه وځپي، خو وروستي بریدونه ښيي چې داعش لا هم په دې سیمو کې یو دوامداره ګواښ دی.

الجزیره په خپل راپور کې زیاته کړې، چې داعش وسله‌واله ډله هڅه کوي خپل نفوذ د پټو عملیاتو او هدفي بریدونو له لارې بېرته راژوندی کړي.

د کُردانو پوځي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د داعش ډلې پټ ځواکونه لاهم په ځینو کلیوالي او صحرايي سیمو کې فعالې دي او د سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.