طالبان: د پاکستان له بندخونو څخه ۴۷ افغان کډوالو خوشې شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له بندخونو څخه ۴۷ افغان کډوال خوشې شوي دي. دغه وزارت ویلي، چې یاد شمېر کسان د قانوني اسنادونو د نه لرلو له امله بندیان شوي و.