د خوړو نړۍوال سازمان: د بودیجې کمښت به په افغانستان کې د هوايي مرستو عملیات بند کړي
د خوړو نړۍوال سازمان وایي، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستې رسولو لپاره د خپلو الوتکو د استفادې اړینه بودیجه نه لري او ښايي د دغو الوتکو کارول بند کړي. دې سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د مرستندویه الوتنو د دوام لپاره شاوخوا ۱۰مېلیون ډالره بودیجې ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال سازمان په خپل اېکس کې لیکلي: «هغو سیمو ته چې د ځمکې له لارې تګ شونې نه ده، زمونږ هوایي برخه اقدام کوي او مرستندویان د افغانستان تر لرو پرتو سیمو رسوي، خو اوس د بودیجې د کمښت له امله دغه الوتنې د درېدو په درشل کې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د خوړو نړۍوال سازمان اعلان وکړ چې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې ۲۵ مېلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
د دې سازمان بودیجه تر هغه وروسته کمه شوې ده، چې امریکا د خپلو بشردوستانه مرستو د کمېدو پر دوام په افغانستان کې هم د خوړو له نړۍوال سازمان سره خپلې مرستې بندې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان تر دې وړاندې هم په يوه راپور کې ويلي و، چې د امريکا د بشردوستانه مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.
دغه اداره زياتوي، چې د لوږې کچه ورځ تر بلې زياتېږي او زيات شمېر هغه کسان چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي؛ بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې سلګونه زره مېشت افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او په همدې لړ کې هره ورځ زرګونه کسان په جبري توګه له یاد هېواده اېستل کېږي.
تر دې پخوا هم د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې لوږه او د بې روزګارۍ ناورین به د دغو کډوالو په ورتګ سره لا پسې پراخ شي.