د بلوچستان په نوشکي کې د تېلو د ټېلر په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۵۰ ژوبل دي
د بلوچستان د نوشکي په ولسوالۍ کې د تېلو یو ټېلر موټر د اورلګیدنې پر مهال چاودنه شوې، چې له امله یې ډریور وژل شوی او د پولیسو په ګډون ۵۰ تنه ټپیان شوي دي.
د پولیسو د چارواکو په وینا، پېښه د نوشکي د ټیلرو په اډې کې هغه مهال رامنځته شوه چې په یو په تېللړلي ټېلر کې د ویلډنګ کار روان و او د کار پر مهال ناڅاپي اور ولګېد.
راپورونه وايي چې ډریور عبدالروف هڅه کوله چې ټېلر له اډې وباسي او یو خلاص میدان ته یې یوسي، خو د اور شدت دومره زیات و چې نوموړی سخت وسوځېد او مړ شو.
د اور له خبر وروسته، د اوروژنې ډلې او پولیس هم ساحې ته ورسېدل، خو همدغه مهال د ټرک د تېلو ټانک وچاودېد، چې له امله یې د پولیسو یو مشر محمد شریف د څلورو پولیسو او ګڼو ملکیانو په ګډون ۵۰ کسان ټپیان شول.
ځايي امنیتي ادارې وايي، چې ټپیان د لومړنۍ درملنې لپاره د نوشکي تدریسي روغتون ته انتقال شوي، چیرته چې بېړنی حالت اعلان شوی.
د روغتون چارواکي وايي چې د ټپیانو له ډلې ۳۷ تنه چې وضعیت یې نازک و، کویټې ته واستول شول.
د بلوچستان د حکومت ویاند ویلي چې د پېښې پلټنې پیل شوي دي او اړوندې ادارې د پېښې علت معلوموي.