د کشمیر کړکېچ؛ شاوخوا ۱۵۰۰ هندي او پاکستاني وګړي په بېړه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي
د کشمیر په پهلګام کې پر سېلانیانو له خونړي برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ په ترینګلو حالاتو کې د دواړو هېوادونو لهخوا د ویزو لغوه کېدو له اعلان وروسته د هندي او پاکستاني وګړو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د دغه هېواد او هند ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د دواړو هېوادونو تر منځ په مرکزي پوله کې هم احساسېږي؛ ځکه چې د دواړو خواوو پوله ساتو ځواکونو هره ورځ له ماښام مخکې د دوستۍ دروازې د تړلو دودیز مراسم پرېښي او تر ناوخته د وګړو د ستنولو په کار بوخت دي.
دواړه خواوو د ویزو له لغوه کولو وروسته اعلان کړی، چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وړاندې دې د دواړو هېوادونو وګړي خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
ډان ورځپاڼه زیاتوي، چې په تېرو څلورو ورځو کې ۸۰۰ څخه ډېر هندیان له پاکستان څخه وتلي او همدا راز له ۷۰۰ تنو څخه ډېر پاکستاني وګړي د واګه بندر له لارې له هند څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، یوازې پرون یکشنبه د واګه بندر له لارې ۲۳۶ پاکستانیان له هند څخه ستانه شوي او له ۱۱۵ څخه ډېر هندي وګړي خپل هېواد ته تللي دي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په کشمیر کې پر سېلانیانو له برید وروسته هند په یاده پېښه کې د دوو پاکستاني وګړو د لاس لرلو ادعا وکړه او له پاکستان سره یې سوداګریزې اړیکې وځنډولې او د دواړو هېوادو ترمنځ د سند اوبو تړون یې هم لغوه کړ.
بل خوا پاکستان په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي او د رڼو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د دغې ترینګلتیا وروسته د پاکستان او هند تر منځ په ګډه پوله د واړو خواوو د امنیتي ځواکونو نښتې هم رامنځته شوې دي.