عبدالباقي حقاني: که عصري علومو کې همداسې کمزوري پاتې شو اشغال بیا تکرارېدونکی دی
د طالبانو د ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني وايي، که دا ډله په عصري علومو کې کمزورې پاتې شي او وسایل و نه لري نو «اشغال بیا تکرارېدونکی دی.» حقاني د غوايي اتمې په مناسبت غونډه کې وویل «د راتلونکي اشغال پر وړاندې یو لاره لرو, چې هغه عصري علومو ته توجو ده.»
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون په تالار کې غونډې ته وینا کې عبدالباقي حقاني د پوښتنې په ډول ویل «ایا افغانانو دفاع کولی شو؟» نو باید عصري علومو ته توجو وشي او عصري وسایل برابر ول اړین دي.»
عبدالباقي حقاني وايي مونږ ته الله حکم کوي عصري وسایل به برابروئ.
هغه ټینکار سره وايي څنګه چې ایمان راوړل واجب دي همداسې د ایمان ساتل هم واجب دي او همدارنګه وسایل برابرول هم واجب دي.
عبدالباقي حقاني د خبرو په یوه برخه کې وویل:« چې عصري وسایل نه وي اسلامي حکومت د خپل ولس ساتنه نشی کولی او خپله دنده کې ناکام راځي نو دا مهمه ده، چې عصري علومو او عصري وسایلو ته توجو وکړو.»
دغه طالب چارواکی وايي چې مسلمان باید عصري وسایل ولري، چې دوښمن ورڅخه وډار شي. هغه زیاتوي چې کوم وسایل تاسره وي او هغه دوښمن سره هم وي بیا هم دوښمن نه ډاریږي.
حقاني همدراز وايي چې مسلمان باید په نوي ټېکنالوژۍ کې دومره ابتکار ولري، چې دوښمن ترې وډار شي او هغه ستا وسایل ورسره نه وي.
د هغه په وینا چې دوهمه خبره دا ده، چې باید په ځوان نسل ته توجو وکړو؛ ترڅو په اسلامي او افغاني نظریې باندې تربیه شي.
هغه ګواښ وکړ، که چیرې خپل ځوان نسل ته توجو ونه وکړو نو دا هم د امکان څخه لرې نه ده، چې د ځوان نسل په مرسته به د دریم اشغال سره مخ شو.
پر طالبانو نیوکه ده چې د عصری علوم پر ځای یې دیني علومو ته پام دی او د دې برخې کسانو د هڅولو لپاره وخت ناوخت سیالۍ هم جوړوي.
له دې سره طالبانو په واکمنېدو پسې په سلګونو مسلکي پوهنتوني استادان له دندو لرې کړي او هم یې د عصري علومو ځینې مضامین کم کړي او لا یې هم پکې دیني ور زیات کړي دي.
دوی په نږدې ټولو ولایتونو کې ځینې مسلکي ښوونځي او انستیتیوتونه پر مدرسو هم بدل کړي او د نجونو پر زدکړو یې بندیز لګولی دی.