طالبانو او ایراني چارواکو د افغان کډوالو د حضور د قانوني کولو په اړه خبرې کړې دي

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې له رییس محمدرضا بهرامي سره د افغان کډوالو د حضور په قانوني کولو غږېدلی.

طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د محمدرضا بهرامي په حواله لیکلي چې په ایران کې یې د طالبانو له چارواکو سره د سوداګرۍ، اقتصاد او د ایران مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د کډوالو د حضور د قانوني کولو او بېرته ستنولو په اړه هم سلا مشورې شوې دي خو د دې پروسې د پیل لپاره طالبانو کوم جزییات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني وايي د تېرو دریو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر چټک پرمختګ یې ټینګار کړی او ویلي یې دي، د دې بهیر دوام کولی شي همکاري نورو برخو ته هم وغځوي.

دغه طالب چارواکي وایي طالبان هڅه کوي د ایران په همکارۍ د کډوالو د باعزته ستنولو زمینه برابره کړي.

له دې سره ایراني چارواکي وايي، هره ورځ په اوسط ډول ۱۸۰۰ تنه «ناقانونه افغانان» د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستنېږي.

له دې لارې د ایران په ۱۱ ولايتونو کې ناقانونه پېژندل شوي افغانان اخراجیږي او پر اسلام کلا افغانستان ته اړول کېږي.

ایران په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر میشتو افغان کډوالو کړۍ تنګه کړې او ګڼ شمېر هغه افغان کډوال هم افغانستان ته اخراج شوي، چې په معتبرو ویزو یې دغه هېواد ته سفرونه کړي دي.