انوارالحق کاکړ: که هند زموږ ښارونه هدف وګرځوي، موږ به هم د هند ښارونه په نښه کړو

د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوارالحق کاکړوايي، چې د اسلام اباد ارزونې ښيي هند پر پاکستان د برید نیت لري. کاکړ له افغانستان انترنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرداری ورکړ چې که هند د پاکستان پر ښارونو برید وکړي، پاکستان به هم د هند ښارونه هدف وګرځوي.

وروسته له هغې چې وسله‌والو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل، د هند او پاکستان اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. هند پاکستان تورن کړی او ګواښ یې کړی چې د دغه خونړي برید عاملین به په سزا ورسوي.

انوارالحق کاکړ د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په مرکه کې وویل چې د پاکستان ځواب به د هند د برید له اندازې سره برابر وي. هغه زیاته کړه: «که هند پر کوم ځانګړي ځای برید وکړي، موږ به هم پر همغه ډول ځای برید وکړو. که هند زموږ پر ښارونو برید وکړي، موږ به هم د هند ښارونه په نښه کړو».

کاکړ ټینګار وکړ چې پاکستان د هند د برید پر وړاندې له ځواب ویلو وېره نه لري. هغه زیاته کړه چې پاکستان، د ملت په توګه، د هر ډول نظامي برید پر وړاندې یو موټی چمتو دی او له ټولو متعارفو او نامتعارفو امکاناتو به استفاده وکړي.

په مرکې کې کاکړ، د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه هم وغږېد. کله چې له هغه وپوښتل شول چې د خواجه اصف د پښیمانۍ څرګندونې څنګه ارزوي، ده وویل « پاکستان داسې عمل نه دی کړی چې د شرم وړ وي».

کاکړ لویدیځ تورن کړ چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې پاکستان یوازې پرېښود او اوس دا هېواد د ترهګرۍ قرباني شوی دی.

په دې وروستیو کې خواجه اصف په یوه مرکه کې ویلي و چې پاکستان درې لسیزې د لویدیځ په استازیتوب د «ترهګرۍ ملاتړ» کړی، چې اشاره یې د شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې د افغان مجاهدینو د ملاتړ دورې ته وه.

د مجاهدینو له بري وروسته د افغانستان کمونستي رژیم نسکور شو او هېواد کورنۍ جګړې ته ننوت. طالبان هم د مجاهدینو له ډلې وو، چې وروسته یې د جهادي ګوندونو پر ضد اقدام وکړ او د برهان الدین رباني حکومت یې نسکور کړ.

د خواجه اصف څرګندونو پراخ غبرګونونه راوپارول، ځکه دا ښکاره منل و چې پاکستان له طالبانو سره مرسته کړې ده.

د اصف څرګندونو دا احتمال هم راپورته کړ چې پاکستان ښايي له توندلارو ډلو سره په خپله تګلاره کې بیاکتنه وکړي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ وویل چې د پاکستان د ستراتیژۍ د بدلون په اړه د دې برداشت له امله حیران دی. هغه د پاکستان له لوري د افراطي ډلو ملاتړ رد کړ او ویې ویل: «د تحریک طالبان رامنځته کېدل د مجاهدینو د داخلي جګړو پایله وه چې پر خپل ولس یې رحم نه کاوه او کابل یې وران کړ».

کاکړ ټینګار وکړ چې پاکستان طالبان نه دي رامنځته کړي، بلکې دا ډله د افغانستان د داخلي وضعیت زیږنده ده.

کابل ته د هند د دیپلوماتانو د سفر په اړه نوموړي وویل چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري چې خپل ملګري او دښمنان وټاکي، خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو او هند ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.