د هند او پاکستان تړلې دروازې؛ د افغانستان د وچې مېوې صادرات اغېزمن شوي

د هند حکومت له لوري د اټاري-واګې ځمکنۍ دروازې بندېدو د افغانستان د وچو مېوو پر صادراتو سخت منفي اغېز کړی دی او ورسره په هند کې د دغو مېوو بیې هم لوړې شوې دي.

د ایکانومېک ټاېمز د راپور له مخې، د اټاري بندر له تړل کېدو سره سم د هند په بازارونو کې د پستې بیه شاوخوا ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.

دغه بندر د افغانستان د وچو مېوو، زعفرانو، وچو انځرو او ممیزو د صادراتو مهمه لار وه، چې د پاکستان له خاورې هند ته رسېدل.

دغه لارې پنځه ورځې وړاندې په هندي کشمیر کې د وسله‌والو تر خونړي برید وروسته د هر ډول سوداګریزو راکړو ورکړو پر مخ وتړل شوې.

د هند او پاکستان ترمنځ تر یاد برید وروسته ناندرۍ او سخت کړکېچ رامنځته شوی دی، چې سوداګري یې هم په بې سارې توګه زیانمنه کړې ده.

د هندي سوداګرو په خبره، د ایران له لارې د بدیلو لارو موندل هم ستونزمن شوي؛ ځکه د مالي تبادلې له ګڼو خنډونو سره مخ دي.

هندي واردوونکو خبرداری ورکړی، که چېرې اټارې-واګه بندر همداسې بند پاتې شي؛ نو دغه هېواد ته به د وچو مېوو، مغز لرونکو مېوو او مصالو واردات کم شي او بیې به ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنه پورې لوړې شي.

راویندرا مهتا د هند د مغز لرونکو مېوو او وچو مېوو د شورا بنسټ اېښودونکي ویلي:« د پستې بیه نږدې ۴۰۰ روپۍ لوړه شوې ده او اوس د هرې کيلو بيه ۲۶۰۰ څخه تر ۲۷۰۰ روپيو پورې رسېدلې ده.»

نوموړي زیاته کړه، چې د هند د دودیز خوړو لکه برفي لپاره ځانګړي عطر او خوند لرونکې افغان پسته کارول کېږي.

د یادې شورا مشر ګونجن جین ویلي، چې د افغانستان او هند ترمنځ نږدې ۵۰۰ مېلیونه ډالر کلنۍ سوداګري به سخت زیان وویني.

جین زیاتوي:« د افغانستان د وچو مېوو زیاتره صادرات د واګې له لارې کېږي او بندېدل یې د عرضې پر ځنځیر ډېر خراب اغېز کوي.»

راپور زیاتوي، د ټولو ډولونو مغز لرونکو مېوو او وچو مېوو بیې به لوړې شي. د انځر، ځانګړي ممیز (چې د بریانۍ او ځانګړو خوړو لپاره کارېږي) او نورو محصولاتو بیې به هم په هند کې په بې ساري توګه لوړې شي.

د معلوماتو له مخې، د هندي ممیزو بیه هم د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې ۳۵ سلنه زیاته شوې ده. د دې لامل د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ کلونو په فصلونو کې خراب موسم او د روژې میاشت کې د انګورو زیات مصرف بلل شوی دی.

هندي واردوونکي زیاتوي، چې نړۍوال بازار کې د بیو لوړېدو وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د تېر کال د جون راهیسې د بادامو بیه ۴۰ سلنه لوړه شوې ده؛ ځکه چې په کالیفورنیا او اسټرالیا کې د بادامو تولید کم شوی دی.

همداراز، د پستې بیه هم د ایران او کالیفورنیا د محصولاتو د کمي له امله ۲۰ سلنه په دغه هېواد کې زیاته شوې ده.

ایکانومېک ټاېمز وړاندې کاږي، افغان سوداګر مجبوره دي چې بدیلو لارو ته مخه کړي؛ لکه د ایران د چابهار بندر له لارې صادرات ولېږدوي، خو کارپوهان وایي دغه لاره هم خپلې لوژېستیکي او بنسټیزې ستونزې لري.

د هند–افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر کانورجیت بجاج ویلي: «په خپل ټول ژوند کې مې داسې حالت نه و لیدلی.»

بل خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي، چې د «کام ایر او اریانا هوايي شرکتونو» سره د کابل او هند ترمنځ د هوايي دهلېز پر پرانېستلو خبرې وکړي.

همداراز، د چابهار بندر د کارولو لپاره هم خبرې روانې دي.