د کډوالۍ نړیوال سازمان: له افغان کډوالو سره د مرستو اړتیاوې په چټکۍ لوړې شوې
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په تېرو ۲۳ ورځو کې له پاکستان نه راستنو شویو نږدې سل زره افغان کډوالو سره یې مرستې کړې دي. دغه سازمان ویلي، چې له پاکستان نه د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر سره سم د بشري مرستو اړتیاوو کچه په چټکۍ سره لوړه شوې.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اپریل میاشتې له څلورمې نېټې راهیسې یې تردې دمه له پاکستان څخه نږدې سل زره راستانه شوي افغان کډوال ثبت کړي دي.
یاد سازمان ویلي، چې د خپلو بشري مرستو شریکانو سره یوځای تازه راستنېدونکو کډوالو لپاره د بیړنیو مرستو خدمات وړاندې کوي.
پرهمدغه مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې، چې د بشري مرستو اړتیاوې په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو دي او د بیړنیو مرستو لا ډیرو سرچینو ته اړتیا لري.
څو ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي و، چې د اپریل میاشتې له پیل څخه له پاکستان نه ۱۲۰ زره افغان کډوال په جبري توګه راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له پاکستان نه په ډیر شمېر کې د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه اندېښښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په راتلونکو اونیو کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره نړیوالو مرستو ته جدي اړتیا لري.
د خیر ښیګڼې نړیوالو سازمانونو په داسې حال کې په افغانستان کې د بیړنو مرستو د اړتیا د زیاتوالي په اړه اندېښنې ښودلې، چې نږدې هره ورځ پاکستان او ایران لسګونه افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستنوي.