ایران په تېر یو کال کې د خراسان رضوي له پولې نږدې ۷۰۰‌زره افغان کډوال اېستلي دي

د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان ویلي، په تېرو دولس میاشتو کې یې شاوخوا ۶۸۹ زره افغان کډوال چې له ناقانونه لارو ایران ته ننوتي وو؛ بېرته افغانستان ته ستانه کړ‌ي دي.

د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو مشر وویل، د ایران د سرحدي سیاستونو له مخې هر ډول ناقانونه ورتګ سرغړونه بلل کېږي او سرغړونکي کسان بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې یوازې د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې یې لږ تر لږه «دوه مېلیونه او ۲۰۰ زره افغان کډوال» له ایرانه اېستل شوي دي.

ایراني چارواکو دا هم ویلي، چې پلان لري د ۱۴۰۴ کال په لړ کې هم همدومره شمېر افغانان له خپلې خاورې وباسي.

په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د نیول او اېستلو بهیر خورا چټک شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم تر دې وړاندې ویلي و، چې د روانې اپرېل میاشتې د لومړۍ نېټې راهیسې نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

دغه ټول اقدامات داسې مهال دوام لري، چې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ، پراخې لوږې، زیاتېدونکې بېکارۍ او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دی.

دې وضعیت د بېرته ستنېدونکو ژوند له سختو ستونزو، ننګوونو او ناورینونو سره مخ کړی دی.