پولیټیکو: سپينه ماڼۍ د افغان عیسویانو د اېستلو پر معافیت غور کوي
د مسیحي ډلو او مشرانو له فشارونو وروسته؛ د ټرمپ اداره پر دې غور کوي، چې په امریکا کې مېشت افغان عیسویان له دغه هېواده د اېستلو څخه معاف کړي.
پولیټیکو خبري اژانس د دوو حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت به تر ډېره هڅه وکړي چې له عیسوي افغانانو څخه د پناه اخیستلو غوښتنه وکړي.
مشهورو عیسوي مشرانو او غیر انتفاعي سازمانونو په سپینه ماڼۍ فشار راوستی، چې د هغو سلګونه افغان عیسوي کډوالو ساتنه وکړي چې د دوی په وینا ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.
دغه عیسوي مشرانو استدلال کړی، که افغان عیسویان افغانستان ته راستانه شي؛ نو ښايي له ځورونې او ګواښ سره مخ شي.
د پولیټیکو په وینا، چارواکو د معافیتونو یو نوملړ چمتو کړی چې په کې هغه کسان شامل دي چې ښايي افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې تر ټولو پراخو ګواښونو سره مخامخ شي؛ خو دا لا څرګنده نه ده، چې په دغه پالیسۍ کې به کوم ځانګړي بدلونونه راشي او که نه.
فاکس نیوز (د وري میاشتې په ۲۹مه نېټه) راپور ورکړی و، چې سلګونه افغان عیسویان د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د تګلارو له امله له جدي ګواښ سره مخ دي.
د راپور له مخې، مذهبي مشرانو د ټرمپ پر ادارې غږ کړی چې له امریکا څخه د افغان عیسویانو د اېستلو مخه ونیسي.
په امریکا کې مذهبي مشران وايي، چې له دغه هېواده ستنونه به زیان منونکي خلک په ځانګړې توګه افغان عیسویان د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ کړي.
ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو وروسته یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې امریکا ته د کډوالو د لېږد پروګرام ودراوه او د هر ډول ویزو لپاره یې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو بهیر وځنډاوه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت (د اپرېل میاشتې په ۲۱مه نېټه) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په امریکا کې د افغان کډوالو دوسیې به د محکمې لهخوا وڅېړل شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې د افغان عیسویانو په ګډون د افغان کډوالو د ملاتړ د پای ته رسولو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«راځئ، چې یوه خبره روښانه کړو. موږ دغه پروګرام پای ته نه دی رسولی؛ بلکې د پای نېټه یې پوره شوې ده.»
هغې وویل، د هغو کسانو لپاره چې امریکا ته داخل شوي او غواړي د پناه غوښتنه وکړي؛ یو قانوني بهیر شته. دغه کسانو په قضیو به د قاضي لهخوا بیاکتنه کېږي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار وکړ، چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د امریکا د کډوالۍ قانوني بهیر عملي کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت مرستیال تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل ته منلې وه، چې د افغانستان د زرګونه اتباعو لنډمهالی خونديتوب لغوه شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې ترېشا مک لافلین په وینا، دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د کورنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو سره په سلا مشوره پرېکړه وکړه، چې افغانستان نور د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره قانوني شرایط نه پوره کوي.
د لنډمهالي خونديتوب وضعیت پروګرام هغو خلکو ته ورکول کېږي، چې هېوادونه یې د طبیعي پېښو، وسلهوالو شخړو، یا غیر معمولي شرایطو سره مخ دي. دغه حالت معمولا له شپږو څخه تر ۱۸ میاشتو پورې صادریږي، چې د تمدید کولو وړ او د اخراج مخه نیسي.
د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام کډوالو ته اجازه ورکوي، چې په امریکا کې د اوسېدو ترڅنګ کار وکړي.