ایران او طالبانو شاوخوا ۲۰۰ بندیان سره تبادله کړل
ایراني رسنۍ وايي، د طالبانو او ایران د قضايي ادارو د مسولینوو له لوري د ایران په سیسان او بلوچستان کې د بندیانو تبادله ترسره شوه. ایران طالبانو ته ۱۹۹ افغان بندیان او طالبانو بیا ایران ته دوه ایراني بندیان سپارلي دي.
د ایران ایرنا خبرې اژانس د راپور له مخې، د ایراني چارواکو او طالبانو ترمنځ د افغان او ایراني بندیانو تبادله تېره ورځ د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت په میلک بندر کې ترسره شوې ده.
د بندیانو دغه تبادله د ایران د عدلیې وزارت د استازي او سیمه ییزو ایراني چارواکو او طالبانو د عدلیې وزارت او زندانونو چارو مسوولینو په حضور کې تر سره شوې ده.
په راپور کې ویل شوي، چې ایران د تهران، اصفهان او ایرانشهر ولایتونو په زندانونو کې بندي ۱۱۹ تنه افغانان طالبانو ته سپارلي او طالبانو بیا دوه تنه ایراني بندیان د دغه هېواد چارواکو ته سپارلي دي.
طالبانو د ایران له خوا د ۱۹۹ افغان بندیانو د ورسپارلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې هم ایران ۱۹۹ تنه افغان بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تور په دغه هېواد کې نیول شوي وو، طالبانو ته وسپارل او طالبانو هم دوه ایراني بندیان طالبانو ته سپارلي وو.
د طالبانو او ایران د عدلي او قضايي چارواکو ترمنځ د ۱۵۰۰ افغان بندیانو د سپارلو هوکړې وروسته چې تېرکال ترسره شوي، دا د ایران او طالبانو ترمنځ د بندیانو د سپارلو درېیم پړاو دی چې ترسره کیږي.