پاکستاني رسنۍ: شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو ۴۱ غړي وژل شوي دي
د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ راپور ورکړی، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د شمالي وزیرستان په بېباک غر سیمه کې د پاکستاني طالبانو ۴۱ غړي د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو سره په نښټه کې وژل شوي دي.
دغې رسنۍ ته د پاکستان حکومت یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، چې دغه وسلهوال له افغانستانه د ډیورنډ کرښې تر اوښتو وروسته په یاده سیمه کې سنګر نیولی و او د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره تر څو ساعته نښتو وروسته وژل شوي دي.
دغې سرچینې زیاته کړې، چې د ټيټيپي له دغو وژل شويو غړو یې ډېری د افغانستان وګړي دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته پاکستاني طالبانو یاده پېښه منلې؛ خو د وژل شویو د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر دې مهاله د دغې پېښې په اړه د پاکستان حکومت هم په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
بل خوا د پاکستاني طالبانو لهخوا په یوه غږیز پیغام کې چې خراسان ډایري ترلاسه کړی؛ دغې ډلې منلې چې تېره شپه په جلا پېښه کې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یې ۳ غړي وژل شوي دي.
په دغه پیغام کې د ټيټيپي د پخواني مرستیال او اوسني جګپوړي مشر فقیر محمد د زوی مولوي فرید الله د وژل کېدو یادونه هم شوې ده.
پاکستاني طالبانو دوه نور وژل شوي د عبدالرحمان او دروېش په نومونو یاد کړي دي.
فرید الله په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال زنداني و او د طالبانو لهخوا د بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته خوشې شو او د جګړې لومړۍ کرښې ته ستون شو.