کویټه کې د افغان کډوالو د جبری اېستل کېدو پر ضد لاریون شوی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو په کویټه ښار کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون کې لاریون کړی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دغه لړۍ ودروي.
د پاکستانۍ ډان ورځپانې د راپور له مخې، لاریونوال د کویټې ښاروالۍ مخې ته راټول شوي وو او د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو تګلارې خلاف یې شعارونه ورکول.
لاریونوال د کویټې ښار په بېلابېلا سیمو کې وګرځېدل او په منان چوک کې یې یوه اعتراضیه غونډه هم وکړه.
د پښتونخوا عوامي ملي ګوند یوه غړي عبدالرحیم زیارتوال د خپلې وینا پر مهال د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي.
د هغه په خبره، دغه افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي قانوني کارتونه لري او باید په جبري توګه اېستل کېدو ته اړ نشي.
د غونډې یوه بل ویناوال ډاکټر عبدالمجید اڅکزي بیا ویلي، افغانانو د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې ځانګړې ونډه اخیستې او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې یې د دغه هېواد له وګړو سره څنګ په څنګ ژوند کړی دی.
ګډونوالو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې له لسیزو راهیسې مېشتو افغانانو ته دې تابعیتونه ورکړل شي.
ویناوالو وویل، چې لوېدیځ هېوادونه کډوالو ته د پنځو کالو اوسېدو وروسته تابعیت ورکوي؛ خو پاکستان د څلوېښتو کالو وروسته هم کډوال اېستلو ته اړ باسي.
دغه لاریونونه داسې مهال کېږي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې او د جبري اېستنې دویم پړاو یې پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، په تېرو ۲۶ورځو کې له ۱۲۰زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
ټاکل شوې، چې پاکستان په دغه دویم پړاو کې د «اې سي سي» کارت لرونکي اته سوه زره افغان کډوالو تر څنګ بې اسناده افغانان هم له خپل هېواده وباسي.
پاکستان کې له دوه مېلیونه ډېر افغان کډوال مېشت دي او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له دغه هېواده غوښتي، چې د جبري اېستل کېدو څخه یې ډډه وکړي؛ خو پاکستان دغو غوښتنو ته دا ځل چندان ارزښت نه دی ورکړی.