د پاکستان دفاع وزیر: که هند برید وکړ، نو سخت ځواب به یې ورکړو
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که هند پر پاکستان برید وکړي یا کوم ډول تېری وکړي؛ نو پاکستان به یې له تمې پورته سخت متقابل ځواب ورکړي. هغه ټینګار وکړ، که هند له تاوتریخوالي ډډه وکړي؛ نو پاکستان هم له هر ډول پوځي اقدام څخه ځان ساتي.
خواجه اصف دغه څرګندونې له روسي رسنیو سره د پاکستان او هند د تاوتریخوالي په اړه د یوې مرکې پر مهال کړې دي.
نوموړي زیاته کړه:« موږ د کشمکش د زیاتېدو اراده نه لرو او نه غواړو، چې د کوم اقدام پیل وکړو؛؛ خو که هند تېری وکړي یا برید وکړي، نو موږ به یې له تمې زیات سخت غبرګون وښیو.»
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د وسلهوالو یوې ډلې ۲۵سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
د یاد هېواد چارواکو خبر ورکړی، چې د پېښې په تور یې درې تنه نیولي چې له ډلې یې دوه تنه پاکستانیان دي.
له دغې پېښې سره سملاسي د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې سختې کړکېچنې شوې.
هند باور لري، چې دغه برید په پاکستان کې مېشتو وسلهوالو ډلو کړی؛ خو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او نورو لوړپوړو چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.
پاکستان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د یاد برید بې پرې څېړنې دې وکړي.
هند تر یاد برید وروسته له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کړ، ډېپلوماټیکې اړیکې یې ورسره کمې کړې او پاکستان هم ورته اقدامات وکړل.
په تېرو دوو ورځو کې د کشمیر پر پوله د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ ډزې هم تبادله شوې او وېره شته، چې ګوندې هند به د پاکستان پر ځینو ښارونو بریدونه وکړي.
ایران او یو شمېر هېوادونو له هند او پاکستان غوښتي، چې د روان کړکېچ د حل لپاره دې له زغم څخه کار واخلي.