قطر وايي د غزې د اوربند په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د قطر لومړي وزیر وویل چې په غزه کې د نوي اوربند لپاره هلو ځلو یو څه پرمختګ کړی. محمد بن عبد الرحمن ال ثاني وايي، د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په اړه کومه موافقه نه ده شوې.
شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، وویل: "موږ د پنجشنبې په ورځ د نورو غونډو په پرتله یو څه پرمختګ لیدلی خو موږ اړتیا لرو چې د وروستۍ پوښتنې ځواب ولرو: دا جګړه څنګه پای ته ورسوو. دا د ټولو خبرو اترو کلیدي ټکی دی."
د اسراییل څارګرې ادارې موساد مشر ډیویډ برنیا د پنجشنبې په ورځ دوحې ته سفر وکړ، چې په غزه کې نوي اوربند ته د رسیدو په هڅو کې له شیخ محمد سره وګوري.
شیخ محمد ونه ویل چې په وروستیو ورځو کې د اوربند په خبرو کې په کومو برخو کې پرمختګ شوی، خو ویې ویل چې حماس او اسراییل د خبرو د وروستي هدف پر سر اختلاف لري.
هغه وویل که چیرې اسراییل په غزه کې جګړه پای ته ورسوي حماس چمتو دی چې پاتې ټول اسراییلي یرغمل خوشې کړي
خو اسرایل غواړي چې حماس د جګړې د پای ته رسولو په اړه د روښانه لید له وړاندې کولو پرته پاتې یرغمل خوشې کړي.
شیخ محمد د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "کله چې تاسو د اړخونو ترمنځ ګډ هدف نه لرئ، زه باور لرم چې د جګړې د پای ته رسولو فرصتونه به ډېر کم شي."
فیدان وویل چې د ترکیې چارواکو له حماس سره خبرې کړې چې دا ډله به په غزه کې د اوربند څخه هاخوا یوې موافقې ته چمتو دي او هدف یې د دوه دولتونو حل په ګډون له اسراییل سره د کړکېچ د پایداره حل لاره ده.
اسراییل د مارچ په اتلسمه په غزه کې د جنورۍ په میاشت کې شوي اوربند له ماتیدو وروسته خپل بریدونه بیا پیل کړل او ویې ویل چې پر حماس به تر هغه فشار ته دوام ورکړي چې په محاصره کې پاتې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
ویل کیږي چې تر ۲۴ پورې اسراییلي یرغمل شوي لا هم ژوندي دي.
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس له برید وروسته پیل شوه، چې د اسراییل د شمیرو له مخې، ۱,۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ یرغمل یې غزې ته وتښتول.
له هغه وخت راهیسې، د سیمه ییزو روغتیایی چارواکو په وینا، د اسراییل په بریدونو کې د ۵۱ زره ۴۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي دي.