پاکستاني چارواکي: چین د ترهګرۍ ضد دریځ کې د پاکستان پر ملاتړ بیا ټینګار وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ټلېفوني خبرو کې یو ځل بیا د ترهګرۍ ضد دریځ کې د پاکستان پر ملاتړ ټینګار وکړ.

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې په دغه خبرو کې اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا په اړه هم خپل چینايي سیال ته معلومات ورکړي دي.

اسحاق ډار په دغه ټلېفوني خبرو کې ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې کلک هوډ لري او د سیمې په کچه د تاوتریخوالي غوښتونکی نه دی.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان غواړي دا موضوع په مسولانه ډول اداره کړي.

په دغه ټلېفوني خبرو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، چې چین د سیمې وضعیت ته په دقت سره ګوري او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت بولي.

نوموړي وویل، چې چین تل د پاکستان د ترهګرۍ ضد دریځ ملاتړ کړی دی.

وانګ يي زیاته کړه، چې چین د پاکستان له خپلواکۍ او امنیت څخه بشپړ ملاتړ کوي او د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلتیا د دواړو هېوادونو او د سیمې د سولې لپاره زیان رسوونکې بولي.

دواړه لوري په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې په هندي کشمیر پهلګام سیمه کې نا معلومو وسله والو ۲۶ سیالانیان په ډزو ووژل.

د هند حکومت په دغه پېښه کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ او د غچ اخیستو ژمنه یې وکړه.

دواړو خواوو د یو بل پروړاندې یو لړ اقدامات ترسره کړي او له هند سره په پوله د وړو نښتو خبرونه هم ورکړل شوي دي.