د بندرعباس د چاودنې د مړو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر له ۱۱ سوه څخه اوښتی

سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د یکشنبې په ورځ د ایران د بندرعباس په رجایي بندر کې د چاودنې د مړو شمېر ۲۵ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر له ۱۱ سوه څخه اوښتی دی. د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ تنه ټپیان شوي دي.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د شنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې د شهید رجايي په بندر په ځانګړې توګه د کانټینرو په سیمه کې اور ولګېد.

په لومړنیو راپورونو کې د چاودنې ځای ته څېرمه د اور لګېدونکو موادو شتون ښودل شوی وو.

د عیني شاهدانو په حواله، راپورونه ښیي چې کم اور په چټکۍ سره خپور شو او د ۴۰ درجې سانتي ګراډ تودوخې او د اور اخیستونکو موادو د ګرمېدو له امله چاودنه رامنځته شوه.

د ستراتیژیک پلوه مهم بندر چې په سوېلي هرمزګان ولایت کې موقعیت لري، د هرمز تنګي په شمالي څنډه کې د بندرعباس سوېل لوېدیځ ته شاوخوا ۱۵ کیلومتره کې پروت دی.

له دغې چاودنې وروسته د ایران امنیتي او استخباراتي چارواکو رسنیو ته ګواښ کړی او ورته یې ویلي دي، چې د تلفاتو ارقام خپاره نه کړي.