متقاعدین: موږ خیرات نه غواړو، خپل حق غواړو
له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې طالبانو د هېواد په زرګونه متقاعدین له خپلو تنخواوو بې برخې کړي دي، چې له امله یې د پراخې بې وزلۍ او دوامداره بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د دغو تقاعد شویو کسانو یوې ډله پرون یو وار بیا په کابل کې د طالبانو د تقاعد خزانې د عمومي ریاست مخې ته راغونډه شوې وه او د خپلو تقاعدونو د ورکړې غوښتنه یې کوله.
دوی د «موږ خیرات نه غواړو، خپل حق غواړو» تر شعار لاندې د طالبانو له رژیم څخه د عدالت غوښتنه وکړه.
دوی پر نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ وکړ، چې پر طالبانو فشار راوړي چې د دوی حق ورکړي.
له دغې ډلې څخه یو تن خوشحال سنګر افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې وویل:« ډېری متقاعدین بې وزلۍ او لوږې دومره ځپلي، چې سوال کولو ته اړ شوي دي او ځیني نور یې د ځان وژنې فکر کوي.»
هغه زیاته کړې:« زه پر عامه خلکو غږ کوم، چې له موږ سره ودرېږي او له حقونو مو دفاع وکړي.»
دغه متقاعدین چې د طالبانو تر ولکې لاندې ادارو ته له تګ راټګ څخه ستړي شوي وايي، چې طالبانو ورسره تل ژمنې کړې دي؛ خو تر اوسه یې یوه ژمنه هم نه ده پوره شوې.
یو بلې متقاعدې ګل مینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« موږ خیرات نه غواړو، دا پیسې زموږ د خدمت پر مهال زموږ له تنخواوو ګرځول شوې وې، موږ خپل حق نه پرېږدو، موږ یې اخلو.»
ګل مینه په ژړغوني غږ سره زیاتوي:« د وږو تقاعد شویو، بې وزلو ماشومانو اوښکو او ژړا عرش هم لړزولی؛ خو طالبان دغه ژړا او فریاد نه اوري. موږ به تر وروستۍ سلګۍ د خپلو حقونو غوښتنه وکړو.»
طالبانو له څلورو کالونه راهیسې د هېواد متقاعدینو ته په داسې حال کې خپل تقاعد نه دی ورکړی، چې د کار قانون، د ملکي خدمتونو د تقاعد مقررې او د نړۍوالو حقوقي سندونو پر بنسټ، چې افغانستان لاسلیک کړی؛ دولتي ادارې مکلفې دي چې متقاعدینو ته تقاعد ورکړي.
جانباز ځوانمل چې یو عمر خوړلی متقاعد دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي:« په دغو څلورو کالونو کې چې د تقاعد تنخوا یې نه ده ترلاسه کړې، خپلې ټولې پانګې یې پلورلې او مصرف کړې دي او اوس کوم مالي او اقتصادي ملاتړ نلري او په دې فکر کې دی، چې څنګه خپل ژوند تېر کړي.»
ځوانمل زیاتوي:« که پر وخت ورته طالبان د تقاعد تنخوا ورنکړي؛ نو اړ دی، چې د پامیر په څلورلاري کې سوالګري پیل کړي.»
د یادولو وړ ده، چې د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ؛ خو څو میاشتې تېرې شوې، چې لا هم د تقاعد کوونکو ستونزه نه ده حل شوې.
په هغه وخت کې ځینو متقاعدینو وویل، چې ملا هبت الله اخندزاده د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې اراده نه لري.
دغه تقاعد شوي کسان د تنخواوو د ورکړې په موخه د طالبانو ځانګړې محکمې ته راجع شوي؛ خو تر اوسه دغې محکمې د دوی د تنخواوو د ورکړې حکم نه دی صادر کړی.