هندي استازي له حامد کرزي سره د سیمې د حالاتو په اړه خبرې وکړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانسان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رییس انند پرکاش سره په لیدنه کې د سیمې د حالاتو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
حامد کرزي د یکشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼې لیکلي، چې له انند پرکاش سره یې د سیمې د حالاتو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه پخواني ولسمشر حامد کرزي افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې تر څنګ د محصلینو ستونزو د حل غوښتنه کړې.
دې ناسته کې حامد کرزي د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د اسانتیاوو برابرولو په اړه هم ټیینګار کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رییس انند پرکاش له حامدی کرزي سره تر لیدنې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي او د دوه اړخیزو سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي اړیکو او سیمې وروستیو تحولاتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.