د شمالي کارولینا کلیسا له امریکا نه د افغان مسیحي کډوالو د اخراج مخه نیسي

د امریکا د شمالي کارولینا په رالیګ ښار کې یوه کلیسا د افغان مسیحي کډوالو د اخراج د مخنیوي لپاره د امریکا پر حکومت فشار راوړي، چې ویې نه شړي. کلیسا وايي، چې که دغه افغان کډوال خپل هېواد ته واستول شي، له سختو ځورونو سره به مخ شي.

دغه کلیسا په رالیګ کې د شاوخوا شل هغو افغان مسیحیانو ملاتړ کوي، چې د طالبانو په واکمني کې له افغانستان څخه تښتېدلي او په امریکا کې ورته قانوني حیثیت ورکول شوی و.

د یادې کلیسا یوې غړې جولي ټیسډیل چې د دغو مهاجرینو د ملاتړ په چارو کې مخکښ رول لري، وايي، «هغوی همیشه دلته په قانوني توګه او له ټولو قوانینو سره سم پاتې شوي دي».

نوموړې د امریکا له قانون جوړوونکو سره د اړیکو او عامه پوهاوي کمپاینونو د تنظیمولو په ګډون د یادو افغان مسیحیانو د حمایت لپاره بې کچې هڅې کوي.

ټیسډیل زیاته کړه: « موږ بې وسلې هڅه کوو چې د هغوی قانوني وضعیت وساتو، په داسې حال کې چې د قانوني لګښتونو د پوره کولو لپاره پیسې راټولوو».

دغه کډوال د امریکا د نوې ادارې د کډوالو سیاستونو په پایله کې د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.

د کرېسچین نیوز د رپوټ له مخې، له دې وړاندې د بایدن ادارې افغان کډوالو ته د موقت حفاظت وضعیت (TPS) ورکړی و، خو په ۲۰۲۵ کال کې د کورني امنیت وزارت وښوده چې د ډیری افغانانو لپاره به دغه وضعیت نوی نه شي، چې د هغوی د اخراج لامل کېدای شي.

ټیسډیل وايي چې که دغه افغانان اخراج شي دوی به د خپل مسیحیت له امله شکنجه شي او وبه وژل شي.

د امریکا د شمالي کارولینا کلیساغړي اوس د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې خپل دریځ بیا وڅیړي او افغان مسیحي مهاجرینو ته د هغوی د ژوند د خوندي کولو لپاره نور خونديتوبونه ورکړي.