طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د بشري مرستو نوعیت پرمختیایي کارونو ته واړوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او اوچا مشر ټام فلیچر سره په کتنه کې ترې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو نوعیت دې بنسټیزو او پرمختیایي کارونو ته واړوي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال څخه وغوښتل شول، چې د بشري مرستو په برخه کې دې زیاتوالی راولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپل اېکس کې لیکلي: «په دغه کتنه کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو، د اقليمي بدلون د ناوړو اغېزو او طبيعي افتونو پر وړاندې چمتووالي، له مخدره موادو سره د مبارزې، کروندګرو ته د بديل معيشت برابرولو، د معتادينو د درملنې، له بشري څخه پرمختيايي ته د مرستو د بڼې بدلولو، د مرستو په تطبيق کې د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو او د مرستندويه ادارو او اړوندو حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او ګڼو نورو موضوعاتو باندي خبرې وشوې.»

نوموړي همداراز لیکلي، چې په دغه ناسته کې امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له استازو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو لاسنيوي ته دوام ورکړي، مرستې د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګوي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبتې اغېزې ولري.

د دوی په اعلامیه کې راغلي، چې د اوچا مشر ټام فليچر وویل: «ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو، امنيت، سيمه‌ييز ثبات، اقليمي بدلون، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د ګډو اهدافو لپاره کار کوي.»

ټام فلیچر زیاته کړې، چې له دې وروسته به د مرستو د تطبيق په برخه کې اصلي پرېکړه کوونکي ځايي خلک او د مرستو ترلاسه کوونکي وي.

‏نوموړي همدا راز ویلي: « له بشري مرستو څخه پرمختيايي او بنسټيزو کارونو ته د مرستو د نوعيت بدلول او د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو په پام کې نيول به د دوی له اهدافو څخه وي.»

‏اوچا او ملګري ملتونو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د خوړو، روغتیا او په نورو بېلابېلو برخو کې پراخې مرستې کړي.

اوس مهال په افغانستان کې د بشري مرستو کچه راټیټه شوې او اندېښه ده، چې مېلیونونه انسانان به د لوږې سره مخ شي.

د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره په کور دننه کاري فرصتونه تر وروستۍ کچې کمې شوې دي، نړۍوالې پراختیایي موسسې له دغه هېواد تللي او د داخلي انجیو ګانو تر ډېره کارونه محدود شوي دی.