په فساد او ناامنۍ کې راګېره خزانه؛ د افغانستان طبیعي زېرمې له جدي ننګوونو سره مخ دي
افغانستان سره له دې چې د نړۍ تر ټولو لويو طبيعي سرچينو څخه برخمن دی؛ خو د پراخې ناامنۍ، سيستماتيک فساد، کمزوري مديريت او د مناسبو زېربناوو د نشتوالي له امله تر اوسه نه دی توانېدلی، چې له دې سترې شتمنۍ څخه ګټه واخلي.
ايرانۍ رسنۍ «اېراف» په يوې تازه مقاله کې خبرداری ورکړی، چې دغه ستونزې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره يو تاريخي فرصت په جدي توګه ګواښي.
اېراف ليکي، چې وسلهوالې ډلې او ترهګرې ډلې لکه القاعده او په ځانګړي ډول د بدخشان او تخار ولايتونو د سرو زرو په کانونو کې حضور لري او له دغو زېرمو څخه ستر عايدات ترلاسه کوي. بل لور ته، د معدني قراردادونو پراخ فساد، مالي ناوړه ګټې اخسیتنې او د روڼتیا نشتوالي د طبیعي سرچینو څخه سمه استفاده خورا ستونزمنه کړې ده. کمزورې حکومتولۍ او چاپېريالي ګواښونو ته نه پاملرنې دغه ستونزې لا زياتې کړې دي.
سره له دې، افغانستان لا هم د مس، سرو زرو، ليتيم (Lithium) او ګران بیه ډبرو پر يوه لويه خزانه ولاړ دی. د دغو زېرمو ټولیز ارزښت تر درې ټریلیونه ډالرو پورې اټکل شوی دی. د عينک د مسو کان چې کابل ته نږدې پروت دی، د نړۍ له سترو مسي زېرمو څخه شمېرل کېږي او د چين په مرسته يې استخراج روان دی. دا کان هر کال مېلياردونه ډالر عايد راټولولای شي.
تر څنګ يې افغانستان په شمال، لوېديځ او سوېلي ولايتونو کې ۳۴ د سرو زرو کانونه لري، چې د کال په کچه د سلګونه مېليونه ډالرو د عوايدو وړتيا لري. د ليتيم په برخه کې هم د کونړ، نورستان او هلمند ولايتونو سترې زېرمې شته.
مقاله وړاندې کاږي، د ټکنالوژۍ د نړۍوال بازار د پراخوالي له امله، د دغو زېرمو ستراتيژيک ارزښت څو برابره زيات شوی دی. د افغانستان د ليتيم د زېرمو ارزښت یوازې نږدې يو ټرېلیونه ډالر اټکل شوی دی.
اېراف همداراز زياتوي، چې د افغانستان ګران بیه ډبرې لکه زمرد، ياقوت او لعل د نړۍوالو بازارونو د بیو له لوړېدو سره یې ارزښت لا ډېر شوی دی او کولای شي د هېواد لپاره يوه مهمه عايداتي سرچينه وګرځي.
خو سره له دې ټولو بې ساري فرصتونو اېراف خبرداری ورکوي، چې که ساختاري اصلاحات، د امنيت ښه والی، د فساد پر ضد جدي مبارزه او د زېربناوو پراختيا عملي نه شي؛ نو دغه خزانه به لا هم د کورنیو او بهرنیو ګواښونو او د ناوړه ګټه اخیستنې لاندې پاتې شي. افغانستان د دې لپاره چې له دغه ناورین څخه ووځي او له خپلو شتمنيو ګټه واخلي؛ يوې جدي ملي ارادې او نړۍوال ملاتړ ته اړتيا لري.