د پنجشېر په پریان کې د اوسپنې د کانونو د کېندنې لپاره د ۱۲ مېلیونه ډالرو پانګونه کېږي
طالبان وایي، چې د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د ۱۲ مېلیون ډالرو په ارزښت د اوسپنې د کانونو د کېندنې لپاره پانګونه کېږي. د راپورونو له مخې، د دې پروژې په پیلېدو سره به کابو ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه پانګونه د یوه افغان سوداګر له خوا شوې او د پروژې تړون هم د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري تایید شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۰۴ کال په لومړیو کې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي و، چې په دغه ولایت کې د اوسپنې او سپینو زرو د کانونو د استخراج هڅه کوي.
دغه رياست همداراز ویلي و، چې د ازبکستان د کارپوهانو يوه ډله هم پنجشېر ته تللې، ترڅو په پریان ولسوالۍ کې د اوسپنې او سپينو زرو د استخراج ساحې سروې کړي.
افغانستان د کانونو له اړخه د نړۍ په کچه يو بډايه هېواد بلل کېږي، خو ډېری خلک يې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
که څه هم په تېرو څو لسيزو جګړو کې په رسمي ډول له هېڅ يوه سترکان څخه په سمه توګه ګټه نه ده اخيستل شوې، خو يوازې د هېواد په يو شمير هغو سيمو کې چې د زورواکو تر ولکې لاندې دي، په ناقانونه توګه کانونه را اېستل شوي دي.
نړۍوال سازمانونه او شنونکي هم وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جېبونو ته ځي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغه هېواد سره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي او دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه زیاته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو دغه تګلاره بیا د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.