د جماعت اسلامي مشر له حکومت غوښتي چې په نړیواله کچه د کشمیر د قضیې ملاتړ او غوښتنه وکړي
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په نړيواله کچه د کشمېر د قضيې ملاتړ او غوښتنه وکړي. نوموړي ويلي، چې هند په یو اړخيز ډول نشي کولی د اوبو تړون لغوه کړي.
د پاکستان جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم د شنبې په ورځ په لاهور کې په خبرې غونډه کې د هند له لورې د اوبو د وېش تړون لغوه کېدو ته په اشارې وویل، چې هند په یو اړخيز ډول دغه تړون نشي لغوه کولی.
د نوموړي په خبره، نړيوال بانک د دې تړون ضمانت کړی دی.
حافظ نعیم ویلي، چې هند د «ریاستي ترهګرۍ» په سر کې دی او له پاکستان حکومت یې په ټينګه غوښتي، چې په نړيواله کچه د کشمېریانو د حقونو لپاره غږ پورته کړي.
نوموړي په هندي کشمېر کې پر سېلانیانو وروستي بريد ته په اشارې وویل: «د هند ډرامه نړۍ ته ښکاره شوې ده.»
په کشمېر کې پر سېلانیانو د برید وروسته، چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړيکې خرابي او یو پر بل يې بندیزونه زيات کړل.
هند د دغې پېښې په غبرګون کې د ۱۹۶۰ کال د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو د وېش تړون (د سند تړون) ځنډولی او همدا راز دواړو هېوادونو خپلې سفارتي او ډېپلوماټیکو اړیکو کې کموالی راوړی دی.
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د پاکستان او هند وروستۍ ترینګلتیا ته په خپله تبصيره کې ویلي، چې دواړو هېوادونو په شمله معاهده کې منلې، چې د کشمېر مسله به خپل منځي ګڼي او په بین المللي فورمونو کې به يې نه را وچتوي.
شمله معاهده په ۱۹۷۴کالکې د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو او د هند وزیر اعظمې اندراګاندي تر منځ لاسلیک شوې وه.
شنونکي وايي چې د هند په وزیراعظم نریندرا مودي باندې د خپل ګوند او هیواد د عامه افکارو له خوا دروند فشار دی چې هغه دې د ترهګرۍ په ځواب کې د پاکستان په ضد پوځي اقدام وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن هند ته د پهلګام پېښې په تړاو په بې پرې څېړنو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ.
شریف یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که هند کوم نظامي ګام واخلي، نو ورته ځواب به وګوري.