طالبان: په افغانستان کې لا هم رسنیزه جګړه روانه ده او رسنۍ د دې جګړې اغېزې کمولی شي

د طالبانو تر واک لاندې د اسراء په نوم یوې راډیو د فراه ولایت په مرکز کې فعالیتونه پیل کړل. د دې راډیو په پرانیست غونډه کې طالب چارواکو وویل، چې په هېواد کې اوس هم فرهنګي او رسنیزه جګړه روانه ده او رسنۍ د دې جګړې اغېزې کمولی شي.

په فراه ولایت کې د طالبانو د حج او اوقافو ریاست مرستیال عبدالرحیم حقاني همداراز وویل، چې رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ د اړیکو د پله حیثیت لري.
د طالبانو تر واک باختر خبري اژانس د اسراء راډیو د مدیر مسوول عبدالبصیر رحماني له قوله راپور ورکړی، چې یاده راډیو په خبري، دیني، فرهنګي، اقتصادي، ورزشي او ټولنیزو برخو کې فعالیتونه کوي.
اخوا، په فراه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امر د دغې راډیو په پرانیست غونډه کې ویلي، چې اوسمهال په دې ولایت کې دوه ټلویزیونونه، ۷ راډیوګانې او یوه چاپي رسنۍ فعالیت کوي.
اسراء راډیو په داسې حال کې فعالیتونه پیلوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په رسنیو پراخ محدودیتونه وضع کړي، چې له امله یې لسګونه رسنۍ بندې شوي او د لسګونو تصویري رسنیو پر فعالیتونو بندیزونه لګول شوي دي.
یاده ډله یوازې هغو رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي، چې د دوی پالیسي او تکلاره پر مخ وړي.
د راپورونو له مخې، طالبانو تراوسه د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړي دي.
بامیان، پنجشېر، کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، بغلان، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، جوزجان، زابل، پروان او کندوز هغه ولایتونه دي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول پکې بند شوي دي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه سرغړونې ۲۴سلنه زیاتې شوې دي.
دغه مرکز وویل، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوي، چې د ۲۲رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول په کې شامل دي.
طالبان بیا وایي، چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت مخ پر ښه کېدو دی او دوی د هېواد کې په ټولو برخو کې له خبریالانو ملاتړ کوي.

له دې سره، خبریالان بیا د طالبانو له سخت دریځیو، د بیان د ازادۍ له محدودېدو او د رسنیو په ډګر کې د کاري فرصتونو د کمېدو له امله سرټکوي.
که څه هم نړۍوالو سازمانونو په وار - وار په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې، خو طالبان په پراخه کچه د رسنیو سانسور او پر خبریالانو محدودیتونه وضع کوي.