امریکا او ایران د اټومي خبرو دریم پړاو په عمان کې پیل کړ
د ایران او امریکا لوړپوړو مرکچیانو د شنبې په ورځ په عمان کې د اټومې خبرو دریم پړاو پیل کړ، چې د تهران د اټومي پروګرام د محدودولو په اړه د یوې نوې هوکړې لپاره واټن راکم کړي. په عمان کې تر اوسنیو خبرو مخکې دوی روم کې تېره او دویمه ناسته ګټورې بللې وه.
د رویټرز د راپور له مخې ټاکل شوي ده، نن د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ د ځانګړيي استازي سټیو وټکوف سره د عماني منځګړو له لارې غیري مستقیمي خبرې وکړي.
پر همدغه مهال د ایران دولت خبري اژانس ایرنا د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو رسما د عمان په پلازمېنه مسقط کې پیل شوی دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د ایراني پلاوي یوې سرچیني رویترز ته ویلي، چې د خبرو په لومړي پړاو کې کارپوهانو د چوګاټ جوړولو لپاره سره کتلي دي.
امریکا او ایران ټینګار کړی، چې ډیپلوماسۍ ته ژمن دي، خو لا هم د اوږدې مودې شخړې پر سر پراخ مخالفتونه شتون لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د خپلې دویمې دورې له پیله یې د نړۍ د ستر بحرانونو د حل لپاره هڅې پیل کړي، د ټایم مجلې سره په مرکه کې ویلي:«زه فکر کوم موږ به له ایران سره یو تړون ته ورسېږو.» خو په ورته مهال یې ګواښ کړی چې که ډيپلوماسي ناکامه شي، د پوځي اقدام چانس شته.
ټرمپ د خپلې دویمې دورې له پیله پر ایران د "زیات فشار" تګلاره بیا فعاله کړې ده. نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې د ایران او شپږو نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون لغوه کړ او پر ایران یې بیا سخت بندیزونه ولګول.
له ۲۰۱۹ کال راهیسې ایران د تړون محدودیتونه مات کړي او د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې د راپور له مخې، ایران خپل یورانیم تر ۶۰ سلنې خالصوالي پورې غني کړی چې دا کچه د وسلو د جوړولو لپاره ۹۰ سلنه نژدې ده.
پر همدغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې له هر نوي تړون سره ایران باید د یورانیمو غني کول بشپړ بند کړي.
ایراني چارواکو ویلي چې تهران چمتو دی ځینې محدودیتونه ومني، خو د غني کولو د برنامې پای ته رسول یا د غني شویو یورانیمو تسلیمول د دوی "سرو کرښو" برخه ده او هیڅ ډول جوړجاړی پرې نه کوي.