رویټرز: چین د امریکا پر ځینو وارداتو ۱۲۵ سلنه تعرفه لرې کړه
چین د امریکا پر ځینو وارداتو ۱۲۵ سلنه تعرفه لرې کړې او له خپلو سوداګریزو شرکتونو یې غوښتي، هغه توکي په نښه کړي چې دوی ورته پرته له محصوله اړتیا لري. رویټرز د ځینو چینایي سوداګرو له قوله ویلي، چې دا د سوداګریزې جګړې د پای ته رسولو په اړه د چین د اندېښنو تر ټولو روښانه نښه ده.
د چین له لوري په سوداګریزو تعرفو کې نرمښت دا په ډاګه کوي، چې د نړۍ دوه ستر اقتصادي ځواکونه د هغې سوداکریزې جګړې چې د دوی تر منځ یې ډیره سوداګري کنګل کړې او ویره شته چې د نړیوال اقتصاد کساد رامنځته کړي، د پای ته رسېدو لپاره چمتو دي.
سوداګریزې ډلې وایي، چې هیله لري د بیجینګ له لوري ورکړل شوي معافیتونه لا ډیرو صنعتونو ته پراخ شي، دا به د امریکایي ډالر په ارزښت کې لوړوالی راوړي، چې له دې سره به د چاپان او هانګ کانګ د ونډو بازارونه پورته لاړ شي.
د چاینا سنټر د بورډ یو جګپوړی سلاکار د چین لهخوا پر ځینو امریکایي وارداتو د تعرفې معاف کولو ته په اشارې سره ویلي: «د یو اړخیز ډول حرکت په توګه، دا کولی شي د کړکیچ د کمولو لپاره یوه احتمالي لاره برابره کړي.»
الفریډو مونټوفر هیلو زیاتوي: «دا لا روښانه نه ده، له دواړو هېوادونو یو هم نه غواړي چې د یوې معاملې لپاره لومړې اقدام ترسره کړي.»
چین لا تر دې دمه د دغه معافیت په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
بلخوا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټایمز مجلې سره په مرکه کې وویل، چې د چین ولسمشر ورته تلیفون کړی او د سوداګریزو تعرفو په اړه د متحده ایالاتو او چین خبرې روانې دي.
د یادولو وړ ده، چې چین د ولسمشر ټرمپ او د دغه هېواد د ولسمشر شي جین پینګ د خبرو موضوع رد کړې ده.