د اړیکو ترینګلتیا؛ هندي او پاکستاني پوځيانو په کشمیر کې بیا یو پر بل ډزې کړې دي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې هندي او‌پاکستاني ځواکونو نن «شنبه» بیا په کشمیر کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پولې ته څېرمه، یو پر بل ډزې کړې او لا هم حالت کړکېچن دی.

یاد اژانس د هندي پوځ له قوله راپور ورکړی، چې د جعمې په شپه پرې پاکستاني پوځیانو «بې دلیله» ډزې کړي او دوی یې ځواب ورکړی.

د رامنځته شوې نښتې په لړ کې د ډزو لړۍ نن د شنبې په ورځ د (غوایي ۶مه) هم روانه ده.

هندي پوځ زیاته کړې، چې د‌ پاکستاني ځواکونو له لوري پر پوله «پاروونکې» ډزې شوي، خو دوی ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پاکستان پوځ لا تر اوسه پورې په دې تړاو هېڅ ډول څرګندونې نه دي کړي.

د هند او پاکستان اړیکې تر هغه وروسته په تاوتریخوالي بدلې واوښتې، چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله والو د یوه برید پر مهال ۲۵ هندي سېلانیانو ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

د هندي کشمیر سیمه‌ ییزو پولیسې ادعا کړې، چې په یاد برید کې درې کسان ښکېل وو چې دوه ‌یې پاکستانیان دي.

پاکستان بیا له دې برید سره هر ډول تړاو رد کړی او د دفاع وزیر یې خواجه اصف په دې تړاو د نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې، څو د برید څرنګوالی په ډاګه کړي.

تر برید وروسته، دواړو هېوادونو د یو بل پر ضد ځینې جدي اقدامات وکړل.

پاکستان د هند پر الوتکو خپل هوايي حریم تړلی او هند بیا د ۱۹۶۰ کال د اوبو د وېش تړون (د سند سیند تړون) ځنډولی دی. همدا راز دواړو هېوادونو خپلې سفارتي او ډېپلوماټیکو اړیکو کې هم کموالی راوړی دی.

که څه هم هند او پاکستان د کشمیر پر سر یو پخوانی اوربند لري، خو وخت ناوخت دواړه لوري یو پر بل ډزې کوي.

دواړه هېوادونه کشمیر د ځان برخه بولي او تر دې دمه یې له یوه بل سره درې وسله والې جګړې کړې، چې دوه هغه یې د همدې لانجمنې سیمې پر سر وې.