فضلي: د اېتلافونو جوړونکي په شخصي ګټو او سوداګرۍ اخته دي

د مخکني جمهوري نظام د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وايي، په تېرو درېیو لسیزو کې پخوانیو جنګسالارانو او د موسسو چلوونکو د شخصي ګتو لپاره ډول ډول اېتلافونه جوړ کړي دي.

د مخکني جمهوري نظام د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وايي، په تېرو درېیو لسیزو کې پخوانیو جنګسالارانو او د موسسو چلوونکو د شخصي ګتو لپاره ډول ډول اېتلافونه جوړ کړي دي.
هغه د (غوایي شپږمه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه جوړ شوي اېتلافونه هېڅ کله اوږد مهاله سیاسي ارزښتونو ته ژمن نه وو او یوازې د خپلو شخصي ګټو تر څنګ یې ډله ییزو ګټو ته کار کاوه.
د هغه په خبره، دغه اېتلافونه په هرو شپږو میاشتو کې جوړ شوي دي، خو د ملي سیاست د نه لرلو له امله بېرته ډېر ژر ړنګ شوي دي.
د فضلي په وینا، دا مهال هم پخواني جنګسالاران او د موسسو چلوونکي لګیا دي اېتلافونه جوړوي چې ډېر ژر بېرته ړنګېږي. هغه زیاتوي: «دوی نه ولسي سیاسي پېغام لري، نه د اوږدمهاله ارزښتونو او ولسواکۍ اصولو ته ژمن دي. د دوی یوازینی هدف د شخصي ګټو خوندي کول دي.»
د مخکني جمهوري نظام دغه پخواني چارواکي له نوي نسل څخه غوښتي، چې د دغه ډول اېتلافونو له دامونو ځانونه لرې وساتي.
د نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا تازه داخلي اختلافاتو ته یوه اشاره ده.
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند او د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې تازه له یادې شورا څخه لارې جلا کړې او لامل یې د مدیریتي تګلارو، جوړښت او کاري مسایلو په باب اختلافت ښودل شوي دي.
فضل محمود فضلي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې پرې د تېر جمهوریت پر مهال د شخصي ګټو او پراخ فساد تورونه لګېدلي دي.
نیوکې دا دي، چې د دغو پخوانیو چارواکو د ناغېړیو، ناسمو سیاستونو، فساد او ناکاره حکومتولۍ له کبله اوس افغانستان له سخت ناورین سره مخ دی او په لوی لاس یې د طالبانو واکمنۍ ته لارې چارې برابرې کړې.


د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د کمولو لپاره ډېرې هڅې شوي، خو دغه لاسته راوړنې اوس له خطر سره مخ دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د (می ۲۵مه) د ملاریا نړیوالې ورځې په مناسبت پر ایکس خواله رسنۍ ویلي: «دوی ژمن دي، چې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ په وړاندې پر مساوي چلند سره مبارزه وکړي او زیان منونکو ډلو په ځانګړې توګه کډوالو، میندوارو میرمنو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.»
په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازي وویل: «په افغانستان کې د ملاریا د کمولو لپاره مو پراخې هڅې کړي، خو دغه لاسته راوړنې په اوس وخت کې له خطر سره مخامخ دي. موږ اړتیا لرو چې په اغیزمنو وسیلو سره بیا پانګونه وکړو او ډله ییز کمپاین بیا پیل کړو.»
اډون سینیزا سلواډور ټینګار وکړ چې: «اوس د عمل کولو وخت دی چې ملاریا یو ځل بیا او د تل لپاره له منځه یوسو.»
د ملاریا ناروغۍ په اړه ډاکټر خیبر کلیوال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې د ملاریا ناروغي د انافیل غوماشي د چیچلو له لارې انسان ته لېږدول کېږي، هغه وویل: «دغه ناروغي شدیده تبه، سر دردي، عضلاتي دردونه، کمزوري او په شدیدو حالتونو کې د جگر او د وینې د سرو حجرو د تخریب له امله د پوستکي او خولې ژیړوالی یې نښې دي.»
ډاکټر کلیوال زیاته کړه: «د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړینه ده، چې خپل چاپیریال پاک وساتو، له پشه خانو استفاده وکړو. درملنه هم شته خو له درملنې وقایه غوره ده.»
ډاکټر خېبر کلیوال د دغې ناروغۍ د درملنې په اړه افغانستان انټرنشنل ته وایي، «ملاریا یوه جدي ناروغي ده، چې د نړۍوالو روغتیایي ادارو لخوا یې مبارزه روانه ده. خو د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د عامه پوهاوي زیاتول او د مناسبې درملنې تطبیق هم مهم دي، واکسین هم لري خو لا تراوسه د دې ناروغۍ په مخنیوي کې موثره ندی ثابت شوي.»
بلخوا د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان شاوخوا ۷۷سلنه وګړي د ملاریا له خطر سره مخ دي.
د یادولو وړ ده، چې د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳کال کې په افغانستان کې د ملاریا ۱۸۰۷۱۸ پېښې ثبت شوې وې.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اوریدو وزارت ویاند ویلي، چې ږیره خریل د خدای تعالی له طبیعي جوړښت څخه انکار دی او خلک باید له دغه ګناه څخه ځانونه وساتي.
سیف الاسلام خېبر د ( غوایي ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې خلک باید ږیري پرېږدي او د خریلو له ګناه یې ځانونه وساتي.
هغه سره له چې دا چاره خطا ګڼي، وايي ږیره پرېښودل د ښځینه او نارینه وو ترمنځ د توپیر لویه بېلګه هم ګڼي.
د طالبانو د یاد وزارت د دغه ویاند دغو څرګندونو ته ځینو کسانو غبرګونونه هم ښودلي دي.
د انور سادات په نوم یوه تن ورته لیکلي چې همدا ږیره سیکان، یهودان او عیسویان هم لري. هغه زیاته کړې: «خدای به له تاسو د چا د ږیرې تپوس وکړي که نه، خو دا چې خلک مو له لوږې مړه کړل او ظلم کوئ د دې تپوس به حتمي کوي.»
د ږیري خریلو په تړاو د طالبانو دغه غړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دې ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر نایانو هم ډول ډول بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو د امربالمعروف محستبانو نایانو ته خبرداری ورکړی، چې د ږیري له خریلو، ډولي ږیرو جوړولو، فېشني ویښتانو جوړولو او د نارینه وو له سینګارولو څخه به ډډه کوي.
دغو محتسبانو په کابل، ننګرهار او خوست سربېره په یو شمېر ولایتونو کې څو څو ځله نایان له دې کبله نیولي چې ګوندې د خلکو ږیرې یې خریلي دي.
همدا راز له همدې کبله د ځینو نایانو د ډبول کیدو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.
تر دې دمخه د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اوریدو وزیر خالد حنفي هم ورته جنجالي څرګندونې کړې وې او عصري زده کړې یې مباح ګڼلې وې.
هغه د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې ویلي وو، چې ګني «عصري زده کړې» چندان د ارزښت وړ نه دي.
همدا راز د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم بیا د ملا هبت الله څخه څخه ملاتړ له اسلامي شریعت څخه ملاتړ ګڼلی و.
د دغې ډلې بېلابېل غړي د سختدریځۍ له کبله ډېری وخت داسې څرګندونې کوي چې د عامه ذهنیتونونو راپارول لامل کېږي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای ار سي) خبرداری ورکړی، چې د امریکا د بشردوستانه مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي د لوږې، ناروغیو او بېثباتۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي. دغه بنسټ خبرداری ورکوي، چې که اړینې مرستې ونه شي نو ستر ناورین پر لاره دی.
یاده کمېټه په خپل یوه تازه راپور کې وايي، چې د دغو مرستو کموالی د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر زیات منفي اغېز پر هغو زیان منونکو خلکو کړی، چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې چې له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې یې له افغانانو سره حیاتي مرستې کړي دي، وايي اوس د دوی ډیری پروګرامونه ټکني او د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا د بودیجې له کمېدو سره، دغه اداره اړ شوې چې یو شمېر ژغورونکي خدمتونه او پروګرامونه وځنډوي.
له بشري کړکېچ سره مخ افغانان
افغانستان دا مهال د نړۍ له سختو بشري ناورینونو سره مخ هېواد بلل کېږي. چې د یاد سازمان د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. څو لسیزې جګړه، اقتصادي ناورین او طبیعي پېښو میلیونونه افغانان بېوزله کړي او له درېیمې برخې زیاته وګړي له خوراکي نا امنۍ سره مخامخ دي.
تر درېیو میلیونو زیات ماشومان او له یو میلیون زیاتې میندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې د شدیدې خوارځواکۍ له ستونزو کړېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو د بندیزونو له کبله ښځې له کار کولو محرومې شوې، چې له امله یې د کورنیو عایدات هم په ټپه دریدلي دي.
همداراز نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.
د امریکا د مرستو بندېدو حیاتي خدمتونه ځنډولي دي
د ژغورنې کمېټه وایي، د امریکا مرستې د کلونو لپاره د میلیونونو افغانانو د ژوندي پاتې کېدو وسیله وې. خو اوس چې دغه مرستې بندې شوې، دغه کمېټه اړه شوې، چې د روغتیا، واکسین، خوارځواکۍ درملنې، د څښاک اوبو او د زیان منونکو خلکو د ساتنې خدمتونه وځنډوي.
له دې امله، له ۷۰۰ زرو زیات وګړي، چې بې ځایه شوي کورنۍ هم په کې شاملې دي، نور دغو مرستو ته لاسرسی نه لري.
همدارنګه، د خوارځواکۍ له امله د ۱۵ زرو ماشومانو درملنه هم اغېزمنه شوې ده.
په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه خلک روغتیایي خدمتونو ته یا کم لاسرسی لري یا یې هېڅ نه لري.
همداراز د عوایدو تولیدوونکي پروګرامونه هم بند شوي دي.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې خبرداری
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې که دوامداره مالي ملاتړ نه وي، نو زرګونه افغانې کورنۍ به له سختې لوږې، ناروغیو او فقر سره مخ شي.
دا اداره له نړۍوالې ټولنې، مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د افغانانو ملاتړ دې وکړي.
تر دې دمخه یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو هم خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي له کبله بې وزله وګړي له سختو کړاونو او لوږې سره مخ دي.
همدا راز د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام او روغتیایي برخې هم د مرستو له کموالي څخه اندېښنې څرګندې کړې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو د کموالي له کبله یې یو شمېر روغتونونه تړل شوي او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان روغتیایي سېسټم له جدي ناورین سره مخ دی.
د دغو مرستو کمیدو له کبله د ناروغانو د درملنې په برخه کې هم د پام وړ ننګوونې راپورته شوې دي.
طالبان که څه هم په شعاري توګه په افغانستان کې د اقصتادي وضعیت د ښه والي خبرې کوي خو دغې ډلې بیا هم د نړۍوالو مرستندویه ادارو او هېوادونو لپاره په وار وار د مرستې لاسونه اوږده کړي دي.
طالبانو تېره اوونۍ هم په بېلابېلو ناستو کې له مرستندویه ادارو او ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د راستنیدونکو افغان کډوالو په ګډون دې په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې پراخې کړي.

بلومبرګ رسنۍ په یوه تازه خپره کړې مقاله کې وایي، چې روسیه له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي، او هڅه کوي، چې د ترهګرۍ په ګډ ګواښ په ځانګړې توګه د داعش په ځپلو تمرکز وکړي.
د بلومبرګ په وینا، له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړي کولو اقدام وروسته له هغه کېږي، چې تېر کال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې طالبان د «ملګرو» په توګه یاد کړل.
بلومبرګ لیکلي، چې له دې څرګندونو وروسته مسکو پرېکړه وکړه، چې له «ګډ دښمن داعش سره د مبارزې» لپاره له دغې ډلې سره د خپلو اړیکو د ټینګولو لپاره پر طالبانو دوه لسیزې بندیزونه لرې کړي.
جان هربسټ، د اتلانتیک شورا د یورو ایشیا مرکز مشر، وویل چې دا اقدام د «حیرانتیا وړ نه دی» ځکه چې پوتین مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره د همکارۍ د زیاتیدو خبره کړې وه.
هغه زیاته کړه، چې دغه همکاري په ټولیز ډول د داعش په وړاندې ده، هغه ډله چې د ۲۰۲۴ په مارچ کې د کروکس ښار په تالار کې د خونړي ترهګریز برید مسوولیت لري.
په داسې حال کې، چې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې مسکو له طالبانو څخه د سفیر په کچه د ډیپلوماټ د منلو هوکړه یې کړې ده.
بلومبرګ وایي، دا اړیکه د روسیې لپاره په منځنۍ اسیا کې دننه د ترهګرو له ګواښونو سره د مبارزې لپاره خورا مهمه ده، په داسې حال کې چې طالبان هم له دغو اړیکو څخه د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو او بهرنۍ پانګونې د را جلبولو لپاره کار اخلي.
بلومبرک د ۲۰۲۳کال په نومبر میاشت کې کابل ته د روسیې د امنیت شورا د مشر سرګي شویګو سفر چې په ترڅ کې یې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړې اشاره کوي، او وایي چې روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې په خپلې پلازمېنه کې ومنل.
څو ورځې وړاندې مسکو وویل، چې له طالبانو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو موخه یې له نشهيي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د روسیې څېړنیزې کمېټې خبر ورکړ، چې د دغه هېواد یو نظامي لوړپوړې چارواکی په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دي.
د روسیې څېړنیز کمیټې د دغه نظامي چارواکي هویت د روسیې د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال، یاروسلاو موسکالیک یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې په تړاو یې یوه جزايي دوسیه پرانیستې ده.
د روسیې د دغه جګپوړي چارواکي د وژنې په اړه چې دغه برید کومې ډلې ترسره کړی، لا تر اوسه معلومات نشته، خو په واشنګټن کې د کانګریس د څیړنو مرکز د معلوماتو له مخې، داعش چې یوه ترهګره ډله ده، نه یوازې په افغانستان کې بلکې بهر کې هم ستر ګواښ دی.
دغې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې په روسیه کې د تر ټولو لوی ترهګریز برید مسوولیت منلی و، چې لږترلږه ۱۳۷ کسان په کې ووژل شول.
بلومبرګ زیاتوي، داسې بریښي چې روسیه اوس د ترهګرۍ له ګواښونو او سیمې ته یې د خطرونو په اړه ښه پوهیږي او هیله لري چې له طالبانو سره د اړیکو پیاوړي کول د دغو ګواښونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په جرمني کې مېشته افغانه سوک وهونکې سعدیه برومند له تېرو شپږو کلونو راهیسې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او هیله لري، چې د طالبانو په سقوط سره به نجونې بېرته خپل حقونه ترلاسه کړي. هغې د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې په افغانستان کې زدهکړې او ورزش کاوه.
هغه وايي، اوس چې یې په هېواد کې نجونې له دغو حقونو بې برخې دي، نو دې په برلین کې خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
د جرمني دویچهوله په خپل راپور کې د هغې له خولې لیکلي: «دا وضعیت به تلپاتې نه وي. طالبان به بېرته سقوط وکړي. هیله لرم هغه ورځ راشي چې افغانستان ته سوله راغلي وي او نجونې وکولای شي تعلیم وکړي، ورزش وکړي او په هر ډګر کې وځلېږي.»
سعدیه وايي، چې ماشومتوب کې به پر بایسکل ښوونځي ته تلله او د درس له خلاصېدو وروسته به یې ورزش کاوه.
نوموړې له ښوونځي تر فراغت وروسته د ښځو په یوې ټلوېزیوني شبکه کې دنده هم کوله. هغه وايي: «په افغانستان کې د یوې ښځې لپاره تر ټولو لویه ننګونه دا ده، چې ښځه وي. کله چې پرېکړه کوې څو خپلو هیلو ته ورسېږې، نو سخته او اوږده مبارزه باید وکړې.»
سعدیې د خپل پلار په ملاتړ د سوک وهنې ورزش پیل کړ، خو کله چې ملي ټیم ته وبلل شوه او بهرنیو سیالیو ته د تګ وخت راورسېد، کورنۍ یې اندېښمنه شوه او مخالفت یې وکړ.
خو هغه وايي، ویې کولای شوای، چې د خپلې کورنۍ رضایت ترلاسه کړي او د خپلو هیلو لاسته راوړلو مزل ته دوام ورکړي.
په ۲۰۱۹ کال کې، د امنیتي ګواښونو له امله سعدیې افغانستان پرېښود او اروپا ته ولاړه.
هغه وايي، هیله یې دا وه، چې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي، خو د ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو په راتګ سره دا هیله وتروړل شوه.
طالبانو په خپله دویمه واکمنۍ کې هم د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.
افغانستان کې ګڼې مېرمنې د طالبانو د دغو سختو محدودیتونو له کبله کړاونه ګالي او ځینې مجبوره شوې چې خپل هېواد پرېږدي.
سعدیه که څه هم اوس خپل ملي ټیم او روزونکي نه لري، خو بیا یې هم په برلین کې د ورزشي سیالیو پر مهال د افغانستان بېرغ رپانده ساتلی دی. نوموړې یو شمېر نړۍوالې سیالۍ هم کړي او ځینې مډالونه یې ګټلي دي.
سعدیه وايي: «زه په بېلابېلو سیالیو کې برخه اخلم او نړۍ ته ښیم چې افغانې نجونې استعداد لري. که چانس ورکړل شي، کولی شي په هره برخه کې بریالۍ شي، نه یوازې په ورزش.»