ژوند و روغتیا؛ څنګه پوه شو چې بدن مو د اوبو له کمښت سره مخ دی؟
د بدن د اوبو کمښت بېلابېل لاملونه لري. کله چې مو بدن د اوبو له کمښت سره مخ وي بدن مو درته ځینې نښې ښیي. په ورځنیو بوختیاوو کې د کافي اوبو څښل ډېر اسانه هېریږي، په ځانګړي ډول د ګرمۍ په موسمونو کې د بدن د اوبو د کمښت (ډي هایډرېشن) خطر ډېر زیاتېږي.
خو یواځې ګرمي نه، بلکې نور عوامل هم د بدن د اوبو د کمښت لامل ګرځي لکه: نس ناستی، کانګې، ډېر تشناب ته تګ، تبه، یا لږې اوبه څښل.
مهمه خبره دا ده چې د بدن د اوبو د کمښت لپاره دا اړینه نه ده چې ډېرې اوبه له لاسه ورکړئ؛ حتا که د بدن د اوبو کچه ۱.۵سلنه راټیټه شي، نو ډي هایډرېشن پیلېږي.
کله چې د بدن اوبه کمې وي لاندې نښې ښیي:
د خولې بد بوي
که مو له خولې بد بوی ځي، دا هم ښايي د اوبو د نه څښلو له امله وي. د خولې لعاب جراثیم وژونکي خاصیت لري، خو د اوبو کمښت له امله خوله وچیږي او بکتریاوې ډېريږي.
د شاتو یا خوږو خوراک غوښتنه
دا به تاسې ته حیرانوونکې وي، خو کله ناکله د بدن د اوبو د کمښت پر مهال د تندې پر ځای د وږي کېدو احساس پیدا کېږي، په ځانګړي ډول د خوږو خوړلو غوښتنه زیاتیږي.
دا ځکه چې د بدني فعالیتونو له امله بدن کاربوهایډرېټونه ډېر ژر مصرفوي او بیا د شاتو یا خوږو غوښتنه پیدا کېږي.
د بدن وچ پوستکی
که کافي اوبه ونه څښل شي، د پوستکي روغتیا ته زیان رسېږي او وچېږي. ډي هایډرېشن د پوست د ځلا کمښت، ګونځو او د سترګو شاوخوا حلقو ته لاره هواروي.
تاسې کولی شئ د یوې ازموینې له لارې دا معلومه کړئ چې د بدن پوستکی مو وچ دی یا نه د ګوتو شا ته یا د پوستکي یوه برخه لږه ګونځې ونیسئ. که سمدلاسه بېرته خپل حالت ته راستنه نه شوه، نو دا د اوبو د کمښت نښه ده.
ستړیا
که غرمه مهال یا مازیګر مهال د ډېرې ستړیا، خوبولي حالت، یا سستي احساس کوئ، دا هم ښايي د اوبو د کمښت له امله وي. ډي هایډرېشن د انرژۍ کمښت ته لاره هواروي او فزیکي کارونه درانه ښکاره کوي.
خپګان یا غصه
د غوسې په حالت کې کله چې مو حالت خرابیږي، نو د چیغو وهلو پر ځای یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ. اوبه نه څښل حالت او ذهن ناراموي.
لړزه یا د سړو احساس
دا به عجیب ښکاري، خو د اوبو کمښت له امله حتی په ګرمو ورځو کې هم تاسو د یخوالي احساس کوئ او یخ مو کیږي. ځکه بدن د پوستکي د وینې جریان کموي او اوبه د تودوخې د ساتلو مهم رول لري.
د عضلو ستونزې
کله چې بدن کې اوبه کمې شي، نو د وینې جریان ورو کېږي، عضلې کلکېږي. بدن هڅه کوي مهمو غړو ته اوبه ورسوي او نورو برخو ته یې کموي.
سر ګرځېدل
کله چې بدن کې اوبه کمې وي د عضلو تر څنګ، مغز ته هم وینه سمه نه رسېږي او دا د سر ګرځېدو لامل کېږي.
دا یوه جدي نښه ده چې باید روغتون ته مراجعه وشي.
سر درد
د اوبو کمښت کولی شي د "سیروټونین" هارمون کچه ګډه وډه کړي چې د سر درد سبب ګرځي. که سر مو درد کوي، نو د درملو له خوړلو مخکې دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ.
د وینې فشار کمېدل
د اوبو کمښت د وینې فشار هم راکمولی شي، چې بعضې وختونه خطرناک وي.
سرګرځیدل، کانګې کول، سترګې جال جال کیدل دا د فشار کمېدو نښې دي.
ډېره تنده
دا نښه تر ټولو څرګنده ده یعنې تنده.