راشد خان: ډېر لرې نه ده چې افغانستان به د ای سي سي نړیوال جام هم وګټي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړی او په نړیواله کچه مشهور ستوری راشد خان وايي، افغان ملي لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا د لوی ټورنمنټ ګتلو ته چمتو ده. ښاغلي خان دا خبره د اسټرالیا ملي لوبډلې له پخواني لوبډلمشر مایکل کلرک سره په یوه پوډکاسټ کې کړې ده.
نوموړی وایي، افغان لوبډلې په ورستیو کلونو کې ډیر پرمختګ کړی او په ډیرو لوبو کې د ای سي سي ټورنمټونو ګټلو نه نږدې شوې ده.
راشد خان دې پوډکاسټ کې د افغان کرېکټ د ملي لوبډلې پر پرمختګونو، د لوبډلې پر پیاوړتیا، د افغان لوبډلې د روزونکي او د افغانستان د کرېکټ پر روښانه راتلونکي غږېدلی دی.
راشد خان د مایکل کلرک د یوې پوښتنې په ځواب کې چې کله به افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا یو ټورنمټ وګټي وویل:« زه فکر کوم چې دا ډول باور شته او زه تل دا باور لرم. که د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته وګورو موږ ډیر نږدې شوي وو، چې داسې څه پېښ شي.»
نوموړی وايي، په ورستیو څو کلونو کې افغان لوبډلې ډیر پرمختګ کړی او د نړیوالو جامونو په څیر مهمو لوبو کې یې د نړۍ غوره لوبډلو ته یې ماتې ورکړې دي.
نوموړي د ۲۰۲۴ کال کرېکټ نړیوال جام ته په اشاره وویل، چې افغان کرېکټ لوبډله مهم ټورنمنټونه په مخ کې لري.
راشدخان وايي:«د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام هغه څه وو، چې ما یې دمخه تمه درلوده، خو له بدهمرغه هغسې څه ونه شول لکه څنګه چې باید شوي وای.»
راشد خان د تېرکال شل اوریز نړېوال جام په اړه د افغان لوبډلې د غوره لوبیدو په اړه وايي:« د شل اوریز نړېوال جام لپاره موږ ویسټ اینډیز ته ولاړو او موږ د سوېلي افریقا د غوره لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړه، هغه استعدادونه چې موږ یې لرو او نوي ځوانان را څرګندیږي، زه احساس کوم، چې موږ د دغه ډول ټورنمنټونو له ګتلو ډیر لرې نه یو.»
افغانستان د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال کې په لومړي ځل کې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړه، خو افغانستان په دغه مهمه لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۵۶ منډې جوړې کړې او له سویلي افریقا یې د ۹ وېکټو په توپیر ماتې وخوړه.
په دغه پوډکاسټ کې راشد خان د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روزونکي جانټن ټراټ په اړه وايي، چې هغه د لوبډلې لپاره ډیر مثبت او اغیزمن دی.«تاسو پوهیږئ، له هغه وخت چې جانټن ټراټ له لوبډلې سره یوځای شوی، زه فکر کوم چې موږ دې ډول چلند ته اړتیا درلوده، هغه په لوبغاړو فشار راوړي او پوهیږي، چې څنګه لوبغاړي کنټرول کړي، ځکه چې ډیر لوبغاړي بهر نه دي لوبېدلي او بلد نه دي، نو ټراټ پوهیږي چې کنټرول یې کړي او د هغوی انرژي اداره کړي او زه فکر کوم چې موږ د روزنکي له لوري ښه نظم لرو.»
همدارنګه نوموړی زیاتوي:«له کله چې هغه د لوبډلې سره یوځای شوی دی، د لوبغاړو روغتیا ته ډيره پاملرنه کوي او په دې برخه کې ډیر سخت دی. زموږ لوبغاړي اوس په یو ښه حالت کې دي او زه پوهیږم چې دا د جانټن ټراټ د زیار پایله ده.»
راشد خان په دغه مرکه کې د خپل ټېسټ کرېکټ په اړه هم ږغیدلی او وايي، له تېسټ کرېکټ کولو سره مینه لري.«له ټېسټ لوبو خوند اخلم، کله چې په اوږد فارمټ کې توپ اچونه کوم خوند ترې اخلم. فکر کوم په یوه لوبه کې مې ۹۹.۴ اورونه ولوبول. دومره اورونه مې په یوه لوبه کې د دوو ورځو په جریان کې ولوبول. دا لوبه په اماراتو کې وه. دا زما لپاره ډیر څه وه، ان دوه درې ورځې مې ځایه حرکت نه شو کولی او استراحت مې کاوه.»
ښاغلي خان تر اوسه شپږ ټېسټ لوبې کړې دي.
راشد خان د خپلې لوبډلمشرۍ د تجربو په اړه وايي، په ۲۰۱۹ کال کې د ملي لوبډلې مشري ورته سخت و او دروند بار و.« زما څخه تمه ډیره وه، که کومه لوبه به خرابه وه، نو د ملامتیا ګوته ماته نیول کېدله. پر ما نیوکې کېدي، چې لوبډلمشرۍ زما پر توپ اچونه منفي اغیز کړی دی. که څه هم ما هغه وخت له لوبډلمشرۍ څخه خوند اخیست خو، کله چې مې د ځان په اړه منفي نظریات اوریدل نو بیا مې وویل چې له دې مسولیت څخه باید لاس په سر شم.»
نوموړی وايي، په ۲۰۲۱ کال کې مې دا احساس وکړ، چې د لوبډلې مشري او کنټرول کولی شي.
راشد خان وایي، کله چې د لوبډلمشرۍ مسولیت ورسپارل کېده د کرېکټ بورډ مسولینو ته یې وویل:« ګوری زه دا لوبډله د راتلونکو څلورو پنځو کلونو لپاره غواړم، زه نه غواړم د یو یا دوو کلونو لپاره لوبډلمشر اوسم. ما غوښتل چې لوبډله تر یوځایه ورسوم. نو فکر کوم دایې یو ښه پایله وه، چې لوبډله په ۲۰۲۴ کال نړیوال جام پرمهال تر نیمه پایلوبې ورسیدله.»
همدارنګه نوموړی د هند غوره لیګ لوبو کې د ګوجرات ټیټان لوبډلې لپاره د یوې لوبې د لوبډلمشرۍ پرمهال د چینای سوپر کینګز لوبډلې څخه د لوبې ګټل د یوې مهمې لاسته راوړنې او تجربي په توګه یادوي.«زه اوس له لوبډلمشرۍ خوند اخلم په نورو لیګونو کې مې هم لوبډلمشري کړې ده او لوبډله مې بریا ته رسولي ده، په رشتیا هم زه خوند اخلم.»
راشد خان وايي، د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبیدل یې په لوبیز ژوند کې مثبت بدلون راوستی دی او په دغه لیګ کې د لوبیدلو پرمهال یې ډیرې ښې تجربې ترلاسه کړې او د پخوا په پرتله خپلې روغتیا ته ډیر پاملرنه کوي.«کله چې هند غوره لیګ ته راغلم ومې لیدل چې دوی څومره د خپلې روغتیا په اړه فکر کوي، نو ما فکر وکړ چې زه د دوی نیم هم نه یم. نو پرېکړه مې وکړه، چې خپل ځان روغ وساتم او زحمت وباسم. نو دا په رشتیا هم زما پر لوبیدلو هم اغیز کوي. نو اوس که زه دوه یو ورځنۍ لوبې سر پر سر وکړم، زه به هم هیڅ د ستړیا احساس ونه کړم.»
راشد خان د ۹ کلونو راهیسې د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي، نوموړی پنځه کاله له سنرایزر حیدراباد لپاره او دایې څلورم کال دې چې په هند غوره لیګ سیالیو کې د ګوجرات ټیټان لوبډلې لپاره لوبیږي.
راشد خان چې د تېرو څو کلونو راهیسي د اعتراض په توګه د اسټرالیا په بیګ باش لوبو کې له لوبیدو سره پړیکون کړی وايي، اسټرالیا یې ډیره یادیږي او هلته یې له لوبو خوند اخیست.
«زه هیله لرم چې یو ورځ بېرته هلته لوبو کولو ته راوګرځم.زه د اسټرالیا د بیګ باش په لوبو کې د خپلې لوبډلې هره لوبه ګوره کله چې زموږ لوبډله لوبه بایلي، نو زه ډیر پیغامونه ترلاسه کوم، چې هیله کوو راشه لوبې ته.»