رحمت الله نبیل: هر هغه څوک چې د زده کړو مخه نیسي، د ملت او وطن دوښمن دی

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د شاه امان‌الله خان د تلین په مناسبت وویل، هر څوک چې د زده کړو مخه نیسي، د ملت او وطن دوښمن دی. نوموړي د شنبې په ورځ (د غويي ۶مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې د تېرې ورځې او د نن جهل د «فتوا او تورې» په مټ مسلط شوی دی.

نبیل دغه راز زیاته کړې، چې د روښنايي، پوهې او د زده کړو وړانګه هېڅکله د جهالت له توپان سره مړه شوې نه ده او نه به هم مړه شي.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت یاد پخواني رییس د شاه امان‌الله خان د تلین په مناسبت همداراز وویل، نوموړی د افغانستان په تاریخ کې له هغو سترو شخصیتونو څخه دی، چې د ازادۍ، پرمختګ او د مدني تحولاتو لپاره یې په ریښتیني ډول کار کړی دی.
د ښاغلي نبیل په خبره: «د شاه امان‌الله په وخت کې هم د ټولنې ذهنیت د نن ورځې په څېر د جهالت په زنځیرونو تړلی و.»
نوموړي دغه څرګندونې د غازې امان الله خان د مړینې د ۶۵ تلین په مناسبت کړي دي.
شاه امان‌الله خان د افغانستان د نوي عصر بنسټ‌ایښودونکی و او هغه نه یوازې دا چې د درېیمې افغان-انګلیس جګړې مشري وکړه، هیواد یې هم په بشپړه توګه خپلواک اعلان کړ او د اساسي قانون، عصري ښوونې، د ښځو د حقونو، د بیان ازادۍ او د ملي یووالي لپاره یې ژور او تاریخي اصلاحات رامنځته کړل.
شاه امان خان باور درلود، چې ازاد او پرمختللی افغانستان یوازې هغه مهال رامنځته کېدای شي، چې خلک یې تعلیم ولري، ښځې یې له خپل طبیعي حقه برخمنې وي او ټولنه یې د مدني قانون له مخې اداره شي.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل تر دې وړاندې هم د زده کړو په برخه کې د شاه امان الله خان په اړه ویلي و، چې طالبانو د علم ډیوه مړه کړې؛ خو د امان‌الله خان په لاس روښانه شوې د تعلیم ډیوه باید بله وساتل شي.
رحمت الله نبیل دا هم ویلي و، چې طالبانو له زده کړو څخه د ښځو په مرحومولو سره هېواد د تور جهالت او اسارت په تروږمۍ کې روان کړی دی.
د یادولو ده، چې طالبانو له نږدې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي او دغه راز د هلکانو د زده کړو بهیر یې هم له محدودیتونو سره مخ کړی دی.