د اېف بي ای مشر: د هند د حکومت بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوو
د امریکا د فدرالي ادارې (اېف بي ای) مشر کاش پټېل په هندي کشمیر پهلګام کې په سیلانیانو د وسله والو د برید په اړه خواشیني ښودلې او د هند حکومت ته یې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د اېف بي ای مشر هندي الاصله امریکایي کاش پټېل په خپل اېکس کې لیکلي:« اېف بي ای په کشمیر کې د وروستي ترهګریز برید ټولو قربانیانو ته خپله خواخوږي وړاندې کوي او د هند د حکومت بشپړ ملاتړ ته به دوام ورکړي. دا د دوامداره ګواښونو یادونه ده چې زموږ نړۍ د ترهګرو له ګواښونو سره مخ ده.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي و، چې هند او پاکستان به خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
ډونالډ ټرمپ په کشمیر کې تاریخي شخړو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې هغه د دواړو هېوادونو له مشرانو سره بلد دی، خو هغه د دواړو هېوادونو د مشرانو سره د اړیکو په اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
د هند او پاکستان اړیکې له هغې وروسته ترینګلې او په تاوتریخوالي بدلې شوې، چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
د هندي چارواکو په وینا، د وژل شويو کسانو په منځ کې دوه بهرني سېلانيان او د هند د سمندري ځواکونو يو افسر هم شامل دی.
د هند حکومت ددغه برید پړه په پاکستان اچولې او د یو لړ اقداماتو ترڅنګ یې د غچ اخیستلو ګواښ کړی.
د هندي کشمیر سیمه ییزو پولیسو ادعا کړې، چې په دغه برید کې له ښکېلو درېیو کسانو یې دوه پاکستاني وګړي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا هند ته د پهلګام پېښې په تړاو په بې پرې څېړنو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ.
هغه خبرداری هم ورکړ، چې که هند کوم نظامي ګام واخلي، نو ورته ځواب به وګوري.
د یادولو ده، چې هند د دغې پېښې په غبرګون کې د ۱۹۶۰ کال د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو د وېش تړون (د سند تړون) ځنډولی او همدا راز دواړو هېوادونو خپلې سفارتي او ډېپلوماټیکو اړیکو کې کموالی راوړی دی.
که څه هم هند او پاکستان د کشمیر پر سر یو پخوانی اوربند لري، خو وخت ناوخته دواړه لوري یو پر بل بریدونه کوي.
دواړه هېوادونه کشمیر د خپلې خاورې برخه ګڼې او تر دې دمه یې درې وسله والې جګړې کړې، چې دوه یې د همدې لانجمنې سیمې پر سر رامنځته شوې وې.