بلاول بوټو هند ته: که اوبه نه وي په سیندونو کې به د هندیانو وینې وبهېږي
د پاکستان پیپلز ګوند مشر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري د هند لهخوا د سند د اوبو تړون د یو طرفه لغوه کولو پر ضد توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د سند اوبه د پاکستان حق دی او هېڅکله ترې نه تېرېږي.
د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې لیکلي، چې بلاول دا خبرې د سند ایالت په سکر ښار کې د یوې سترې ولسي غونډې پر مهال وکړې. هغه وویل: «سِندُه زموږ دی او زموږ به پاتې شي.»
هغه زیاته کړه، چې هند نه شي کولای د سند ولس له دې تاریخي سیند نه جدا کړي.
بلاول د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي هغه ادعا رد کړه، چې ګواکي هند د سند د زرګونو کلونو تمدن وارث دی. هغه وویل: «تمدن د موئن جو دارو او لاړکاڼه دی، موږ یې اصلي وارثان یو او دفاع به یې کوو.»
نوموړي هند ته توند خبرداری ورکړ: «یا اوبه، یا به ستاسې وینه په دې سیند کې بهېږي.» هغه زیاته کړه، چې د پاکستان ولس او نړۍواله ټولنه به د هند د جنګي استفزازونو او د سند د اوبو د مسیر د بدلولو هڅې ونه زغمي.
هغه په خپله وینا کې دا هم وویل، چې د سند ایالت د سخت مخالفت وروسته، مرکزي حکومت منلې چې نور جنجالي کانالونه به یوازې د ټولو ایالتونو په موافقه د ګډو ګټو شورا (CCI) له لارې جوړېږي. بلاول دا پریکړه د پاکستاني ولس لپاره یو «ستر بری» وباله.
بلاول د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستې ترهګریز برید هم وغندلو او ویې ویل، چې پاکستان خپله هم د ترهګرۍ قرباني دی، خو هند هڅه کوي د خپلو کورنیو ناکامیو پټولو لپاره پر پاکستان تور ولګوي.
د هغه په خبره، د هند دا اقدام، چې د یو نړۍوال تړون یو اړخیز ځنډول دی، له قانوني بنسټ نه لري او نړۍواله ټولنه باید دا ډول ګامونه بې ځوابه پرېنږدي.
د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زور واخیست، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې څلو ورځې وړاندې وسله والو په یوه برید کې ۲۵تنه سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
تر هغې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کړ او په نوي ډیلي کې یې د پاکستان سفارت د کارکوونکو او ډېپلوماټانو شمېر هم راکم کړ.
همدا راز پاکستانیانو ته امر شوی و چې تر دوه ورځو دې له دغه هېواده ووځي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت شورا چې پکې د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم ګډون درلود یو شمېر پرېکړې وکړې او د هند د پرېکړو په غبرګون کې یې ورته اقدامات وکړل.
اوس په نړۍوالو رسنیو کې د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ لا پراخیدو خبرونه تر سترګو کېږي.
په پاکستاني رسنیو او هندي رسنیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي جګړې په تړاو ناندرۍ روانې دي.
پاکستان ویلي، که هند پر دغه هېواد برید وکړي، نو د دوی له سخت پوځي ځواب سره به مخ شي.